طالبانو د ترکیې کنفرانس کې په مشروط ډول ګډون ته تیاری ښوودلی

تر دې وړاندې پتییل شوې وه چې یاد کنفرانس به د لسو ورځو لپاره دایریږي، پر نوي نظام او اداره به پریکړې کیږي او د طالبانو او کابل حکومت کلیدي مشران به په کې ګډون کوي.

  عزم،چهارشنبه، ۵غویي۱۴۰۰):د امریکا غږ انګلیسي برخې د سرچینو له قوله خبر ورکړی چې طالبانو د افغان سولې په تړاو د ترکیې په استانبول ښار کې جوړیدونکي کنفرانس کې د گډون لپاره تیاری ښوودلی، خو وایي په دې هکله څه شرطونه لري چې باید وار له مخه ومنل شي.
سرچینې ویلي چې طالبانو دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره درې شرطونه ایښي چې لومړی یې هم دا ده چې باید یاده غونډه پر مهمو او علیاء مسایلو پریکړه کوونکې نه وي او نه هم دې موضوعاتو ته اجنډا کې ځای ورکړل شي.
امریکا غږ وایي چې طالبانو دغه راز ویلي چې یاد کنفرانس کې به د دوی د ټیټې کچې چارواکي ګډون کوي او تر څنګ یې باید د کنفرانس لس ورځنۍ موده ۳ورځو ته را ټیټه شي.
سرچینه زیاتوي چې دا پریکړه د طالبانو د مذاکراتي‌ ټیم غړو او د هغوی د مشرتابه له ګډو مشورو وروسته شوې ده.
تر دې وړاندې پتییل شوې وه چې یاد کنفرانس به د لسو ورځو لپاره دایریږي، پر نوي نظام او اداره به پریکړې کیږي او د طالبانو او کابل حکومت کلیدي مشران به په کې ګډون کوي.
د ترکیې غونډه چې دوه ځله وځنډیده او وروستی ځل، کله چې امریکایي چارواکو افغانستان کې د ځواکونو د مودې غځولو پریکړه وکړه، طالبانو په کې په چورلییزه توګه له ګډون څخه نټه وکړه.

لا مالومه نه ده چې دا غونډه به کله دایریږي خو د کابل حکومت او نړیوال ورته زیاته لیوالتیا لري.
په همهاله توګه، له افغانستانه د بهرنیوځواکونو وتل په عادي توګه روان دي.

د امریکا د مرکزي قوماندې چارواکي وایي تر دې دمه له ۱۶ تر ۲۵ سلنه بهرنیان له افغانستانه وتلي، پنځه نظامي مرکزونه د کابل حکومت دفاع وزارت ته سپارل شوي، ۱۶۰ الوتکې نظامي توکي‌ او تجهیزات له افغانستانه انتقال شوې دي‌ او ۱۰۰۰۰ قطعې تجهیزات د لوژستیک نماینده ګۍ ته لېږل شوي‌ دي، تر څو تخریب کړل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: