د کرونا په پلمه؛ روغتیا وزارت ۱۶ولایتونو کې د ښوونیزو ادارو د بندیدو اعلان وکړ

  عزم، شنبه، ۸غویي۱۴۰۰):روغتیا وزارت په یوه اعلان کې ویلي چې د هیواد په ۱۶ولایتونو کې دکرونا ناروغي د دریمې څپې د چټک خپریدو له امله د ټولو ښوونیزو ادارو «پوهنتونونو، ښوونځیو او شخصي کوروسونو» د بندیدو پریکړه یې کړې ده.
وزارت ویلي چې، سر له نن «د غبرګولي ۸مې نیټې» څخه په کابل، غزني، هلمند، کندهار، لوګر،ننګرهار، پکتیا، پروان، وردګو، پنجشیر، بلخ، لغمان، بدخشان، کاپیسا، کندز او نیمروز کې ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه، ښوونځي او ښوونیز کورسونه د دوو۲ اونیو لپاره رخصت اعلانوي.
دغه وزارت تیره ورځ د هوټلونو د بندیدو سپارښتنه هم کړې وه.
وزارت له دې ناروغۍ څخه د وقایې او ځان ساتنې لپاره دټولنیز واټن مراعاتولو، لاس مینځلو او ماسک پوښلو توصیې هم کړې دي.

تیر کال هم حکومت د یادې ناروغي له امله ورته اعلان کړی وه، چې عام خلک یې له سختو اقتصادي ننګونو سره لاس او ګریوان کړل او له درکه یې ځینو چارواکو میلیونونه ډالر مرستې خپل جیب ته ووهلې.

که څه هم نورو هیوادونو ته په کتو سره افغانستان کې د کرونا ناروغي کچه خورا ټیټه ده، خو شنونکي وایي چې حکومت د بهرنیانو د فشارونو او نورو موخو لپاره ښایي یوځل بیا په هیواد کې د سرتاسري قرنطین د عملي کیدو پروسه په پام کې نیولې وي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: