له فاریاب شړل شوی والي؛ د غزني د والي په حیث وټاکل شو

  عزم، شنبه، ۸غویي۱۴۰۰):د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي چې محمد داوود لغمانی چې څو ورځې وړاندې له فاریاب ولایت څخه د دوستم د ملیشو په توسط معزول شو، د غزني ولايت د والي په توګه ټاکل شوی دی.

له یادې ادارې څخه خپره شوې اعلامیه وایي: «د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وړانديز او د جمهوري رياست لوړ مقام د حکم پر اساس ښاغلی محمد داوود لغمانی د غزني ولایت نوي والي په توګه د ټاکل کيدو سره سم، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د دفتر رئيس سميع الدين حقمل له لوري رسماً ولايتي ادارې او ولسونو ته ور معرفي او دنده يې پېل شوه.»
ارګ د داوود لغماني پر سر د فاریاب پخواني والي ته د انتصابي سناتوري او نور امتیازونه په پام کې ونیول، خو د جنبش ګوند د مشر «جنرال دوستم» پلویانو یې په غوڅه توګه مخه ونیوله او والي یې ته یې آن د ولایت مقام د لیدو اجازه هم ورنکړه.

داوود لغمانی که څه هم د فاریاب په یوه پوځي لیوا کې رسما معرفي شو، خو د ارګ او دوستم ترمخامخ اخطارونو وروسته بیا هم چا ونه مانه او له همغې لیوا څخه بیرته کابل ته په چورلکه کې ولیږدول شو.

ارګ تر دې څوکاله وړاندې نوموړی د مزارشریف د والي په توګه ټاکلی وه، چې هلته یې د عطانور د پلویانو مخالفت وکړ او بیرته کابل ته انتقال شو.

مالومه نه ده چې ښاغلی لغمانی به د غزني خلک هم ومني او که به یې په تیر برخلیک اخته کړي.
که څه هم ویل کیدل چې داوود لغمانی فاریاب ته د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې نه، بلکې د امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب او د چارو ادارې د مشر فضل فضلي له خوا په شخصي توګه ټاکل شوی، خو د غزني په تړاو د سیمه ییزو ارګانونو لخوا د هغه د ټاکل کیدو نا ببره اعلان او سملاسي معرفي کیدو څخه ښکاري چې ارګ د نوموړي په هکله د بلخ او فاریاب د سناریو له تکرار ویره لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: