أموي خلافت؛ أمویون د عمر رضي الله عنه په دور خلافت کي او د معاویة رضي الله عنه میدان ته را وتل

کله چي حضرت أبوبکرالصديق رضي الله عنه په دیارلسم کال د هجرت وفات سو ، او د حضرت عمر فاروق رضي الله عنه سره بیعت وشو ، حضرت عمر رضي الله عنه د خپل کمال احتیاط او صلابت او دیانت باوجود ، بنو أمیه یي پر خپلو مخکنیو مسئولیتونو پریښودل، یزید بن أبي سفیان پر دمشق والي وو هماغسي بر قراره پاتي شو ، او د حضرت معاوية چي د شام مسئول وو ، د هغه په مسئولیتونو کي یي نور هم زیادت راوست ، دا ټوله د بنو أميه وو د اسلام سره پر وفاء او تعهد او التزام دلالت کوي.

د حضرت معاوية رضي الله عنه د بخت ستوری د حضرت عمر رضي الله عنه په دور خلافت کي وځلید ، حضرت عمر رضي الله عنه په پنځلسم کال د هجرت د قیسارية نومي ځای چي په شام کي وو د هغه د فتح کولو مسئولیت یي ورکړ ، هغه خط چي حضرت عمر رضي الله عنه و حضرت معاویه رضي الله تعالی عنه لیږلی وو دا دی.
“ﺃﻣﺎ ﺑﻌﺪ ﻓﻘﺪ ﻭﻟﻴﺘﻚ ﻗﻴﺴﺎﺭﻳﺔ ﻓﺴﺮ ﺇﻟﻴﻬﺎ ﻭاﺳﺘﻨﺼﺮ اﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻬﻢ، ﻭﺃﻛﺜﺮ ﻣﻦ ﻗﻮﻝ ﻻ ﺣﻮﻝ ﻭﻻ ﻗﻮﺓ ﺇﻻ ﺑﺎﻟﻠﻪ اﻟﻌﻠﻲ اﻟﻌﻈﻴﻢ، اﻟﻠﻪ ﺭﺑﻨﺎ ﻭﺛﻘﺘﻨﺎ ﻭﻣﻮﻻﻧﺎ ﻓﻨﻌﻢ اﻟﻤﻮﻟﻰ ﻭﻧﻌﻢ اﻟﻨﺼﻴﺮ”
ما و تاته د قیسارية مسئولیت درکړی ، و هغې ته د غزاء لپاره ورسه او د الله رب العزت څخه کومک وغواړه ، او لاحول ولاقوة….. ډیر وایه.
دا مسئولیت ډیر لوی امتحان وو په حضرت معاویه رضي الله عنه باندي ، مګر دی و توانیدی چي په ډیري ستري کامیابۍ سره تر دي امتحان ووځي ، قیساریة یي د اسلام د غازیانو په ملګرتیا یي لومړی محاصره کړه بیا یي فتح کړه ، د فتح خبر أو خُمس د غنائمو یي و أمیرالمؤمنین حضرت عمر رضي الله عنه ته ولیږه.
بیا یي نور ښارونه هم د الله تعالی په کامل نصرت سره فتح کړه لکه ﺑﻴﺮﻭﺕ، ﺻﻴﺪا، ﻭﻧﺎﺑﻠﺲ، ﻭﺣﻠﺐ، ﻭﺃﻧﻄﺎﻛﻴﺔ، بیا تر دي غزواتو أو مسلسلو کامیابیو وروسته حضرت عمر رضي الله عنه پر أردن باندي والي و ټاکه ، دا په (۱۷) کال د هجرت.
په (۱۸) کال د هجرت یزید أبي سفیان په عمواس نومي وباء کي وفات سو ، حضرت عمر رضي الله عنه د هغه پر ځای دده ورور حضرت معاویة رضي الله عنه پر دمشق أو بلقاء أو بعلبک باندي والي وټاکه ، بعضو کسانو د حضرت عمر رضي الله عنه پر دي ټاکنه باندي اعتراض درلود ځکه چي حضرت معاویه د عمر په لحاظ کشر وو ، تر ده مشران موجود وه ، نو حضرت عمر رضي الله عنه د دوی ددي اعتراض په جواب کي وویل چي تاسي ته د معاویه والي کول عجیب ښکاري ، ما د رسول صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل چي و ده ته یي دا دعاء وکړه “اﻟﻠﻬﻢ اﺟﻌﻠﻪ ﻫﺎﺩﻳﺎ ﻣﻬﺪﻳﺎ ﻭاﻫﺪ ﺑﻪ”
د حضرت معاویة رض کردار د حضرت عمر رض په دور خلافت کي. نوربیا…

که په سلسله کي راسره ملګرې یاست دوام به ورکړم ، او که نه یاست ملګرې بیا یي متوقفه کوم ، جواب مو حتمي دی.مننه

لیکنه: عبدالرحمن محمود

المصادر :
– ﺗﺎﺭﻳﺦ اﻟﻄﺒﺮﻱ
– اﻟﺒﺪاﻳﺔ ﻭاﻟﻨﻬﺎﻳﺔ
– ﻓﺘﻮﺡ اﻟﺒﻠﺪاﻥ ﻟﻠﺒﻼﺫﺭﻱ
– اﻟﻄﺒﻘﺎﺕ اﻟﻜﺒﺮﻯ

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button