د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې درې پوستې سقوط شوي

عزم(یکشنبه، ۹ غبرګولی ۱۴۰۰): بیګا شپه د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ اړوند د اشرف غني په ابایي کلي کې درې پوستې سقوط شوي دي.

له لوګر ولایت څخه عزم ته په رسیدلي خبر کې راغلي چې بیګا شپه ۹ بجې شاوخوا د سرخاب اړوند مذګین کلي کې دوه پوستې او یوه بله پوسته د غوچي کلي کې سقوط شوې ده.

ویل شوي چې په دغو پوستو کې د قومندان رسول خان په نوم هغه قومندان هم وژل شوی چې د ملکي وګړو په وژلو تورن وو.

راپور کې راغلي چې په دغو پوستو کې ۲۰ میله کلاشینکوف، ۳ راکټ، یوه پیکا، یو هوان هم د وسله والو لاسته ورغلي، ګڼ شمیر عسکر وژل شوي او دوه تنه نور یې وسله والو ژوندي نیولي.

د یادونې وړ دی چې تیرو څو ورځو کې دولس پوستې د محمداغې ولسوالۍ کې سقوط شوې دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button