نور کولی شئ فیسبوک او انسټاګرام کې خپل لایکونه پټ کړئ

عزم (سه شنبه، ۱۱غبرګولی، ۱۴۰۰): ښایي تاسې هم یو له هغو یاست چې د ټولنیزو رسنیو په مهمو اپلیکېشنو (فیسبوک اوانسټاګرام) کې به له پوسټ کولو وروسته د زیاتو خوښونو (لایکونو) غوښتونکي یاست؛ خو ایا خبر یئ، چې نور به خلک کولی شي خپل لایکونه پټ کړي.
د انسټاګرام اداره وايي: د روانې اونۍ له پیل سره سم د انسټاګرام کارونکو ته د خپلو لایکونو د پټولو اجازه ورکړل شوه.
ویل کیږي، چې د لایکونو پټولو اپشن باندې له ۲۰۱۹ کال راهیسې کار روان و، چې اوس یې عملي بڼه خلکو ته د کارونې له پاره وړاندې شوې.
بل لور ته د فیسبوک اداره وايي: ځینو خلکو د فیسبوک او انسټاګرام د لایکونو پټولو پالیسي ستایلې؛ خو ځینو نورو بیا نه ده خوښه کړې.
د راپورونو له مخې: په فیسبوک کې د لایکونو نه ښودلو اپشن نه دی فعال شوی؛ خو د انسټاګرام کارونکي کولی شي چې له هر پوسټ وروسته د لایک اپشن په خوا کې لیکلي دری مسلسل ټکي (ډاټ) کلیک کړي او د خپلې خوښې وړ لایکونه پټ او پاتې د خپلو ملګرو په مخ کې پریږدي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د انسټاګرام مشر ایډم موسیري وویل: د لایکونو په پټولو سره د ځینو خلکو ذهني نا ارامي او ډپرېشن له منځه تللی شي.
خو ځینې خلک نیوکې کوي چې د لایکونو پټېدل به خلک له ستونزو سره مخ کړي او د پوسټونو موثریت او لیوالتیا به له منځه یوسي.
باید وویل شي چې د لایک اپشن له تېرې یوې لسیزې راهیسې په فیسبوک او له څو کلونو راهیسې په انسټاګرام اپلیکېشن کې نصب شوی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button