طالبانو دداعشي ازبکستانیانودموضوع په اړه زابل ته دليږل شوي هیئت راپور خپور کړ

وروسته ترهغه چي په زابل ولایت کي دداعشي ازبکستانیانوله لوري دښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه هزاره، تجاران اونور کسان وتښتول شول طالبانو سیمي ته یو لوړ رتبه هیئت ولیږو، ترڅو دغه ډول تخريبي پيښي وارزول شي او مخه يې ونیول شي.

دغه اربکستانیان په پاکستان کي دضرب عضب عملیاتو تر پيل کیدلو وروسته دزابل ولایت په دای چوپان، خاک افغان او ارغنداب ولسوالیو کي ځای په ځای شول او له داعش سره تر یوځای کیدلو وروسته یې دطالبانو په ضد بغاوتانه فعالیت پيل کړ.

وروسته داسلامي امارت یو مخالف قومندان منصور دادالله هم سیمي ته ورغی، چي له دې سره ازبکستانیانو او منصور دادا لله داسلامي امارت په ضد یوه مخالفه جبهه جوړه کړه، چي ورسره سم یې په سیمه کي دخلکو په تښتولو او وژلو لاس پوري کړ.

طالبانو ددې لپاره چي دافغانانو وحدت وساتل شي او دداعشیانو دکړنو له امله قومي او مذهبي جګړې پيل نشي سيمي ته یو لوړ رتبه هيئت ولیږو، دغه هيئت دداعشیانو دجنایاتو ارزونه وکړه او ددې موضوع دحل لپاره یې هلي ځلي وکړې.

خو دداعش له لوري ورسره موافقه ونشوه، خپلو تخريبي فعالیتونو ته یې ادامه ورکړه او داسلامي امارت په ضد يې دجګړې دپيل کولو لپاره تیاري پيل کړه.

دطالبانو دټاکل شوي هيئت دراپور بشپړ متن په لاندي ډول دی:

بسم الله الرحمن الرحیم

د داعشي ازبکستانیانو د موضوع په اړه د اسلامي امارت دلوړرتبه هیئت راپور

لکه څنګه چې تاسو ته معلومات دی چې د امارت په وخت کې څه ازبکستاني مهاجر په افغانستان کې اوسیدل،او د اسلامي امارت داطاعت او قوانینو منلو تعهد یې کړی و په افغانستان باندي دامریکا په مشري دکفارو تر یر غل وروسته دوی وزیرستان ته لاړل په وزیرستان کې هم له محلي خلکو سره د بدچلند له امله بیا بیا له یوځایه بل ته انتقال شول تردې چې تیرکال چې کله پاکستان په قبایلو عملیات شروع کړل  نو ځیني یې بیرته افغانستان  ته را غلل او یوشمیر کورونه یې د زابل په ارغنداب، دای چوپان او خاک افغان ولسوالیو کې هم ځای په ځای شول.

څه وخت وروسته منصور دادالله هم خاک افغان او د ارغنداب  علاقې ته لاړ هلته  په کلیو وګرځید او کور په کور یي د اسلامي امارت څخه شکایت پیل کړ چې له ماسره بد چلند شوی دی ماته پناه راکړئ او په دې ډول تبلیغاتو سره یي په قوم کې ځان ته څه خواخوږي پیدا کړل.

منصور دادالله په دې سیمه کې له ازبکستانیانو سره هم روابط پیدا کړل هغوی یې له مختلفو سیمو سره راټول کړل او دوی یوه ګډه شبکه جوړه کړه چې د اسلامي امارت په وړاندې یي د تقابل او مخالفت موقف درلود، دوی  په شاوخوا سیمو کې د شخصي مالونو په لوټلو او د خلکوپه  تښتولو شروع وکړه چې په ځانګړي ډول یي هزاره ګان بیا بیا وتښتول چې څو ځله د هزاره ګانو ښځې هم په کې وې. چې په تیرو څو میاشتو کې ددوی جنایاتو څو بیلګې په لاندې ډول دي.

۳۱ تنه مسافر هزارګان یي د شاجوی په مربوطاتو کې له لویې لارې راوګرځول، له یوڅو یي سرونه پرې کړل او د خاک افغان د رسنې په بازار کې یي جسدونه وغورځول، یوشمیر یي تبادله کړل او کوم چې ژوندي پاته وهغه یي په دستي جمعي شکل د ارغنداب په یوه کور کې ذبح او ووژل.

۳ ښځې او ۳ تنه نارینه ولسي هزاره ګان چې له خاک افغان څخه غزني ته په لاره وو د لارې له سره یي راوګرځول  او بندیان یي کړل.

د شاجوی د باغتو په سیمه کې ۳ ښځې او ۲ تنه نارینه هزارګان له موټر سره نادرکه شول وروسته  دغه کسان په داسې حال کې وموندل شول چې نشه شوي وو او بې خوده پراته و او موټر یي تر اوسه نادرکه دی.

دوه لس کلن او یو  پنځلس کلن هلک یي د خاک افغان  د ګزې کلي له پښتنو څخه غلا کړل او خلکو ته یي استدلال کاوو چې د جهاد لپاره له موږ سره یوځای شوي دغه هلکان تراوسه نادرکه دي.

د غزني ښار اوسیدونکی یو تاجک تجار یې د لویې لارې له سره اختطاف کړ او بیا یي له کورنۍ څخه  د لس میلیونه کلدارو غوښتنه وکړه د طالبانو  او سیمیزو ملایانو له ډیرو غوښتنو سره سره یي دغه بې ګناه تجار خوشی نه کړ.

بیا بیا یي د هزاره ګانو ښځې راوتښتولې تر دې چې هزارګانو متقابلا د خاک افغان د ګزې له کلي څخه د پښتنو څوارلس تنه ښځې او ماشومان وتښتول چې په دې ډول  ددوی د اعمالو له امله په سیمه کې یو بشپړ قومي جنګ ته  زمینه برابره شوه، طالبانو د افغانانو ترمنځ د قومي جنګ دمخنیوي په خاطر مداخله وکړه او له هزاره ګانو یي څوارلس تنه بندیان راخلاص کړل.

ازبکستاني داعشیانو یوه شپه بندیان په لویو جوالو کې اچولي او بیا په موټر کې سر په سر غورځولي و ترڅو یی بل ځای انتقال کړي دارغنداب له اختر بازاره دتیریدو په مهال دشپې یوه پیره دار د بندیانو بد حالت، ژړا او زګیروي اوریدلي و او بیا یي سبا خلکو ته یوازې دا ویلي و چې دغسې وضعیت کول ظلم دی، په همدې خبره داعشي ازبک راغلل او دغه خوارکۍ پیره دار یي په تفنګچه وویشت او شهید یي کړ.

د ارغنداب د چکنک د کلي کلیوال وایي چې په دې کلي کې په یوه سرای کې د هزاره ګانو ښځې او نارینه بندیان و یوه ورځ له دغه کور څخه ډیر بد بوی او تور دود راپورته شو چې دغه بوی تراوسه  موږ نه و حس کړی وروسته معلومه شوه چې داعشیانو یوه هزاره ګۍ ښځه ژوندۍ سوزولې وه.

دارغنداب د پیتاو د کلي اوسیدونکي وایي چې یوه ورځ د داعشیانو د اوسیدو له یوه سرای څخه یوه هزاره ګۍ ښځه په داسې حال کې په ځغاسته راووته چې په بدن یي هیڅ جامې نه وې ښځې د خلاصون چیغې وهلې خو وروسته پسې مسلح داعشي ازبکستاني راووتل او ښځه یي له ځان سره بیرته یووړه .

د خاک افغان د سولان په بازار او نورو  ډیرو سیمو کې ازبکستاني داعشیانو داسې اعلامیې او پوسټرونه وځړول چې خلک یي له داعش سره بیعت ته رابلل، په دغو اعلامیو کې دوی د طالبانو او امارت په خلاف خورا بد الفاظ کارولي و، هغوی یي باغیان او د آی ایس آی ګوډاګیان بللي وو.

دا خو یې څو بیلګي دي نورې ډیري ناخوالي هم شته چي که ټولي یادوو را پور به ډیر اوږ دشي دغه ډول جنایات چې د داعشیانو لخوا ترسره کیدل او په سیمه کې یو وحشت خپور کړی و علنا یي له اسلامي امارت څخه بغاوت کاوو او په دې بغاوت کې ورسره منصور دادالله هم ملګری و چې ددوی ټینګ متحد و.

د سیمي خلکو اسلامي امارت ته ددغو خلکو په باره کې شکایت وکړ چې دې خلکو خو داسې ظلمونو او وحشت ته ملاتړلې نو باید امارت یي غم وخوري کنه په سیمه کې به د ظلم او وحشت سلسله جاري پاته شي او کیدای شي دلته یو لوی قومي جنګ رامنځته شي ځکه د ښځو تښتول یوه ډیره حساسه مسئله ده.

اسلامي امارت د ۱۴۳۶ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۸ مه نیټه یو هیئت چې په تشکیل کې یي دنظامي کمیسیون دهمدې  حلقې مسؤل او بعضې اعضاء او د زابل والي صاحب هم ومنطقې ته واستاوو،دې هیئت په خپل تشکیل کې د زابل اکثره جهادي مشران، مسؤلین او مخور هم ملګري کړل چې د څوتنو نومونه په لاندې ډول دي. قومندان صاحب عبدالقهار،معاون صاحب کجرخان ، ملا سعدالله شریف،مولوي عبدالقیوم هلال،د شاجوی ولسوال ملا حبیب،د زابل د قطعې مسؤل عزیزي،معاونین یي معاذ صاحب او ملا مجاهد،ددای چوپان ولسوال مولوي محمد علم صاحب او داسې نور د زابل مشران مجاهدین او بانفوذه کسان  چې د ټولو شمیر ۳۰ کسو ته رسیده د دې موضوع دحل لپاره سیمې ته لاړو.

د زابل مشرانو مجاهدینو او قومندانانو له اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه چې دغه موضوع موږ ته وسپارئ موږ  به یې دحل کولو کوښښ وکړو،د اسلامي امارت لخوا د موضوع د حل او فصل مکمل واک د زابل مجاهدینو ته ورکړل شو، د زابل دمجاهدینو مشران لاړل او له ازبکستانيانو او منصور دادالله سره یي وکتل او له  نږدې یي خبري ورسره وکړې.

ازبکستاني داعشیانو ددې په ځای چې په اصل موضوع ورسره وغږیږي دوی ته ځواب ورکړی و چې تاسو ټول باغیان یاست او امارت اسلامي هم باغي دی چې له داعش سره بیعت نه کوي نوځکه موږ ستاسو خبرو ته التفات نه کوو، د ازبکستانیانو له دې ځواب وروسته دغه مجاهدین د منطقې خلکو ته راغلي وو چې ځینو یي له منصوردادالله سره خواخوږي درلوده، له ډیر بحث وروسته د خاک افغان او ارغنداب ولسوالۍ خلکو مجاهدینو ته په قرانکریم سره دا تضمین ورکړی و چې دغه خلک به په پنځلس ورځو کې موږ دې ته اماده کوو چې د امارت اوامر او لوائح به مني اطاعت به کوي  او فساد او ظلم به نه کوي او یا به له دې سیمي وځي. د منطقې خلکو مجاهدینو ته تضمین خط هم ورکړی و   ـــــــــــــ لومړی نمبر خط وګورئ 1z

د امارت مسؤلینو د زابل د مجاهدینو د او منطقې د خلکو په احترام سره دوی ته دغه  پنځلس ورځنی وخت ورکړ او انتظار شوو، منصور دادالله له ازبکستانیانو سره په ګډه له دې فرصت نه په استفاده د خپلو سنګرونو په محکمولو شروع وکړه،ثقیله وسلې یي پورته کړې او اکمال یي زیات کړ او منصور دادالله ویډیو هم نشر کړه چې د اسلامي امارت په اړه یي ډیره بده ژبه ښورولې وه.

له پنځلس ورځې انتظار وروسته موږ د ځواب به انتظار و خو ځواب رانغی او حالات د پخوا په شان وو،بیا موږ د شاجوی،ارغنداب،خاک افغان او چوپان څخه  شاوخوا ۴۰ تنه علماء کرام راټول کړل او ور وامو ستول. هغوی د ځواب غوښتنه ترې کړې وه او  ورته ویلي و چې شریعت ته غاړه کیږدئ له ازبکستانیانو یي پوښتنه کړې وه چې تاسو تقلید منئ او د چا په مذهب یاست؟ هغوی ورته ویلي وو چې موږ دامام ابوحنیفه په مذهب یو. بیا یي پوښتنه کړې وه چې په دې مذهب کې په کوم کتاب فیصله کوئ ؟ ویل یي په ردالمحتار . بیا دغو علماء کرامو ردالمحتار ورته رااخیستی او ټول هغه اعمال چې دوی یي ترسره کوي ورته غلط ثابت کړي وو او په کتاب کې یي منصور دادالله او ازبکستاني دواړه ملامت کړي وو، خو له دې سره سره یي هم علماء کرامو ته کوم مثبت ځواب نه و ورکړی.

بیا د منطقې خلکو د علماء دغه هیئت ته خواست کړی و چې امارت دې زموږ دغه شپږ مادې ومني  چې په دوهم نمبر خط کې راغلي دي.    ـــــــــــــــــ  دوهم نمبر خط وګورئ2z

ددې مادو له مخې د ازبکستانیانو د کنترول ټول واک او مسؤلیت د سیمې یوه ډلګۍ مشر  عبدالله حقمل ته سپارل کېده،علماء کرامو چې دغه خط راووړ د اسلامي امارت دهیئت لخوا پرته له قیداو شرطه ورسره ومنل شو ترڅو موضوع حل شي، . ـــــــــــــــــ دریم نمبر خط وګورئ3z

په دې شپو کې د امارت هیئت په انتظار و چې عبدالله حقمل به هغه مادې ورباندې ومني، کله چې وخت پوره شوعبدالله حقمل مو راوغوښت چې څه یي کړي دي،عبدالله حقمل وویل چې د منطقې ۲۰۰ کسه ډلګۍ مشران، علماء کرام، قومي سپین ږیري او مخور د مشهور عالم شیخ مولوي عبدالرحیم صاحب په مشرۍ  راټول شول او بیایې ازبکستانیانو ته وویل چې دغه مواد ومنئ خو هغوی بیا هم انکار وکړ او کله چې له ازبکستانیانو مایوسه شول نو بیا بالخصوص منصور دادالله ته له قران کریم سره ورغلل او عرض یې ورته وکړ چې له ازبکستانیانو سره په دې بغاوت کې مه ملګری کیږه ځان ترې جلا کړه، که هرڅه مشروع غوښتنې لرې موږ به امارت ته ووایو امارت به کاراو مسؤلیت درکړي، که کار نه کوې او دلته دمیلمه په حیث اوسې نو همدلته اوسه موږ به امارت ته عرض وکړو ستا د کور خرڅ، پیره داران او د هغوی خرڅ به درته  مقرر کړي دلته اوس په چا کار مه لره او که امارت  رانړوې نو د قرآن روی ته وګوره زموږ له سیمې ووځه.

خو منصور دادالله ځواب ورکړ چې زه به له دې ځایه یا نوی امارت اعلانوم او یا به  همدلته وژل کیږم.

(دا په داسي حال کې چي دشهید ملا دادالله اخند له شهادت نه وروسته تر نن تاریخ پوري داسلامي امارت دمشرتابه له لوري دمنصور دادالله کورنۍ او دشهید ملا دا دالله اخند یتیمانو ته دکورخرڅ په منظم شکل حواله دی او چي منصور دا دالله بندي وهم دا پیسي ورته حواله وي او له بنده وروسته هم  ددې پیسو له جریان سره سره  داسلامي امارت مشر تابه په وار وار فوق العاده کومکونه ورسره کړي او درا خلاصیدو په وخت کې یې داسلامي امارت دمشرانو ملګرو یو پلاوی کورته ور ولیږه کومک یې ور ولیږه تر هغه ورسته یې خپله ورسره ولیدل او وړاندیز یې ورته وکړ چي دهرات ولایت جهادي مسئو لیت په غاړه واخله خو ده ونه مانه . )

نو چې کله د ارغنداب مجاهدین او مشران  او همدغه راز د امارت هیئت د ازبکستانیانو او منصور دادالله  له پوهولو څخه عاجز او نا امیده شول نو بیا موږ د دایچوپان په ولسوالۍ کې قومونو ته مراجعه وکړه، په دایچوپان کې د ماري،چلکور او شوی په نامه سترې علاقې دي،ددې سیمې قومي مخور او علماء کرام د سنانو د اخندزاده صاحب زامن مولوي صاحب عبدالشکور اخندزاده او عتیق اخندزاده دغه راز د سنځر د کلي مولوي صاحب او ګڼ نور علماء چې شمیر یي شلو کسانو ته رسیده دوی ته مو وویل چې له ازبکستانیانو سره چې ښکاره دداعش پلویان دي او دامارت اصول نه مني او خپلسري کارونه او جنایات هم کوي موږ په پای کې  جنګ ته مجبوریږو، مګر منصور دادالله که له داعشیانو ځان جلا کړي موږ ورسره کار نلرو، تاسو ورشئ زارۍ او خواست ورته وکړئ  چې له داعشي ازبکستانیانو ځان جلا کړي په دې خبرو کې که هره یوه مني موږ ورته حاضر یو. ۱  –  که په امارت کې کار کوي لبیک ورته وایو خدای دې راولي.   ۲ –  که په امارت کې کار نه کوي ستاسو میلمه دی  تاسو چې مناسب بولئ همالته دي اوسي د کور خرڅ او د لسو شخصي پیره دارانو خرڅ به هم امارت ورکوي بیغمه دي اوسي خو د امارت خلاف فعالیت به نه کوي.   ۳  –  که د امارت اوامر نه مني له دې ځایه دې لاړ شي دلته دې خلکو ته مشکلات نه جوړوي.  ۴  –  او که مخالفت هم کوي او له دې سیمې هم نه ځي نو بیا دې له ازبکستانیانو ځان جلا کړي تاسو ورته یو کلی مشخص معلوم کړئ د امارت مجاهدین به هغه کلي ته نه ورځي او نه به ورسره کار لري خو له ازبکستانیانو جلاوالی یي ضرور دی ځکه امارت مجبور دی چې آخر د ازبکستاني داعشیانو په خلاف عملیات وکړي ځکه دوی له داعش سره یوځای شوي، په امارت یي بغاوت کړی امر او اصول نه مني او په دې ټول ولایت کې یي جهاد او مجاهدینو ته لوی جنجالونه  او بدنامۍ پیدا کړي دي.

دغو علماء کرامو وویل چې منصور دادالله خو موږ ته څلویښت خطونه رالیږلي چې یا له ماسره د امارت په مقابل کې ودریږئ او یا د بیعت امر راکړئ چې بیعت ورسره وکړم. نو موږ خو ستاسو په مشوره ورځو خو په امارت مو باور نشته چې آیا زموږ خبره به ومني او کنه، موږ ورته عام او تام اختیار ورکړ چې تاسو څه فیصله وکړه موږ ته منظور ده . نو دغه علماء ورغلل دوه ورځې وروسته راغلل او ویل یي چې منصور دادالله هم اختیار راکړی دی بیا دوی د امارت له مسؤلینو غوښتنه وکړه چې منصور دادالله ته دې په جنوب غرب حوزه کې یوه ولایت ورکړل شي او بل دې د شهید ملادادالله محاذ بیا فعال شي، د هیئت غړو دا خبره له مشرتابه سره شریکه کړه، مشرتابه دواړه شیان ورته فورا منظور کړل، د هیئت غړو له دغو علماء کرامو سره داسې فیصله خط ولیکه،چې منصور دادالله به له دې فیصلې وروسته سمدستي اعلان کوي چې زه له امارت سره جوړ شوم او اختلاف ختم شو، په یوه میاشت کې به له ازبکستانیانو ځان جلا کوي او ازبکستانیان به له سیمي باسي، یوه میاشت وروسته به ده ته ولایت ورتسلیمیږي او هغه وخت به د امارت له امیر سره لاس په لاس بیعت هم کوي، دغه فیصله علماء کرامو ولیکله او ویل یي چې موږ یي په منصور دادالله باندې هم منو.

د علماء دغه شل کسیز هیئت چې د دایچوپان  د سیمې مشران علماء کرام وو  ورغلل له منصور دادالله سره یي لیدلی و او دغه فیصله یي ورته اورولې وه، منصور دادالله هم فیصله منلې وه، علماء کرامو موږ ته حال راوستاوو چې ماښام ته میلمستیا ده تاسو هم ټول راشئ منصور دادالله هم راځي او جوړه به کیږي، ماښام چې موږ د میلمستیا او غونډې ځای ته ورغلو نو هغه علماء چې وینو داسې خپه او زهیر معلومیږي  د امارت  له مسؤلینو قومندان صاحب عبدالقهار پوښتنه ترې وکړه چې څه مشکل خو به نه وي ولې دخوشالۍ په ورځ داسې غمجن معلومیږئ؟ علماء وویل چې تاسو ډوډۍ وخورئ وروسته به  خبرې کوو، وروسته دوی وویل چې دا ظالم یعنی منصور دادالله خو بیرته منکر شو او هغه فیصله چې منلې یي وه بیرته یي رد کړه او نورې غوښتنې یي وکړې  لکه ویل یي ماته به د زابل او پکتیکا ولایتونه راکوئ په زابل کې به زه والي یم په پکتیکا کې به زما ملګری عبیدالله هنر والي وي،د امارت له امیر سره بیعت هم نه کوم او نه له امارت سره د جوړې او پخلاینې اعلان کوم او داعش هم  نه له خپلې سیمې باسم او نه ورڅخه جلا کیږم.

نو موږ له دغو علماء کرامو پوښتنه وکړه چې آیا که موږ له ده سره دغه ټولې غوښتنې ومنو نو تاسو ووایئ چې دا جوړه ده که فساد ته وخت ورکول او فتنو ته زمینه برابرول دي؟ نو دغو علماء کرامو ټولو وویل چې دا جوړه نه بلکې فساد ته وخت ورکول دي.

په دې وخت همدې ځای ته منصور دادالله هم راغی او په بل اطاق کې کیناست، علماء موږ ته وویل چې تاسو مه ورسره وینئ  موږ به تر سهاره  زور پرې راولو که چیرې مو هماغه فیصله ورباندې ومنله، موږ ورته اخري خبره دا وکړه چې همدغه زابل ولایت به  ټول ورته وسپارو  خو داعشیان به له خپلې سیمې باسي ځکه داعش د دې اولس اوامارت لپاره په لوی جنجال بدلیږي همدا مو ورته وویل او ترې لاړو.

علماء کرام سهار راغلل ویل یي چې نه یي مني، نور نو موږ ته داسې څوک پاته نه شول چې ورویي لیږو یا په ده څه اثر ولري نوځکه د امارت هیئت له سیمې راوګرځید.

په دې ډول بیا هم څو څو واره کوششونه پرې وشول چې یوه خبره پرې ومني خو ده یوه هم نه منله هسې وخت یي تیراوو  تردې چې بله ورځ  د ملا محمد رسول د معاون په حیث اعلان شو، اوده  دا  د محمد رسول معاونیت ځکه قبول کړ تر څو دی دغه جنګ یو داخلي او د طالبانو ترمنځ جنګ وبولي او د ځان په ګټه یي د تبلیغاتو لپاره استعمال کړي په داسې حال کې چې د داعشیانوازبکستانیانو په خلاف جنګ یوازې له دې امله و چې دوی امارت  ته د باغیانو نسبت کاوو، هیڅ اصول یي نه منل او په خلکو یي هم ډیر بدحالت راوستی و او د امارت دمیاشتو میاشتو د تفاهم  هڅې او خواستونه یي یوازې په دې جملو ردول چې تاسو باغیان یاست چې داعش نه منئ او تاسو د پاکستان خلک یاست .

تردې وروسته چې له داعش سره دسو لیېزحل هیڅ لاره پاته نه شوه، خو بیا هم مجاهدینو د عملیاتو کوم معلوم وخت نه و تعین کړی او نه یي ورته وروستی مهلت ورکړی و،چې یوه ورځ ددوی لخوا داسې دسیسه جوړه کړای شوه ترڅو د مجاهدینو مشران لکه د زابل والي صاحب او د قطعې مسؤل له منځه یوسي، خو د مجاهدینو دغه مشران ددوی له ابتدایي دسیسې نه الله تعالی ژوندي وساتل او په نورو کشرانو مجاهدینو یي اولنی بریدپه داسي حال کې وکړ چي مشران هغه ځای ته لا نه و رسید لي اوڅو تنه کشران مجاهدین یې شهیدان کړل ،چې همدا ددوی اولنی تعرض دجګړې د پیل سبب شو چې بیا مجاهدینو عملیاتو ته دوام ورکړ ترڅو یي په مکمل ډول سیمه د داعش له کسانو تصفیه کړه.

تاسو به له راډیوګانو اوریدلي وي چې عبدالمنان نیازي هم داخبره وکړه چې موږ د زابل والي مولوي مطیع الله او د قطعي مسؤل مولوي پيراغا په یوه برید کې له منځه وړي دي دا دوی هماغه اولنی برید و چې الله تعالی دمجاهدینو دغه مشران ترې ژوندي وساتل،په دې کې شک نشته چې مجاهدینو هلته حضور درلود مګر مجاهدینو د جنګ د شروع لپاره کوم دقیق معلوم وخت او پروګرام نه درلود یوازې یي غوښتل دوی تر فشار لاندې راولي اوقانون  ورباندې ومني.

د جګړې په اوږدو کې ټوله هڅه دا شوې چې ددوی افراد پرته له وژلو تسلیم شي، ددوی ډیر افراد تسلیم شوي او همدا اوس یي ټولې کورنۍ په امن دي او د مجاهدینو تر واک لاندې سیمو کې دي،چې ژوند، مال او عزت ته یي هیڅ خطر متوجه نه دی،اوجګړه هم  په  یو شبانروز کې پای ته ورسیده او تلفات یې تر هغه ډیر زیات لیږ وو کوم چي غربي رسنیو یادول دجنګ دشروع ،تلفاتو او اوږدیدو په اړه رسنیو داسي درواغ وویل لکه څنګه چي داسلامي امارت په مجاهدینو پسي په نورو برخو کې وایې نوکه یې نورتبلیغات ټول درواغ بولو په دې تبلیغاتو یې هم باید باور ونه کړو .

 همدا زموږ  د زابل ولایت د موضوع د  حل  لپاره د ټاکل شوي هیئت د دوه نیمو میاشتو کار او خواریو لنډ راپور وو،  چي  مشرانو ته وړاندي شو  .

و من الله التوفیق

والسلام

25-11-2015

داسلامي امارت له طرفه د داعشي ازبکستانیانو د موضوع په اړه د اسلامي امارت  د هیئت   لخوا

http://alemara1.org/wp-content/uploads/2015/11/zabul.pdf

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button