کله چې د هېواد راتلونکې «ماشومان» په نشه‌يي توکو روږدي شي

خط اول

د هر هېواد ماشومان د خپل هېواد راتلونکی گڼل کېږي. په همدغه ماشومانو کې ولسمشران، وزیران، سفیران، والیان، رییسان او نور چارواکي وي. دغه لړۍ همداسې روانه ده؛ خو له بده‌مرغه افغان ماشومان په یو وخت کې له گڼو لانجو او ستونزو سره مخامخ دي. د اوږدو جگړو له امله ډېری افغان ماشومان یتمیان دي، د خپلو کورنیو سرپرستۍ هم ور تر غاړې ده، له زده‌کړو محروم دي، له خوارځواکۍ کړېږي، روغتیايي اسانتیاوې نه‌لري، درانه کارونه کوي او د ټولې نړۍ په کچه افغانستان د ماشومانو لپاره تر ټولو بد ځای دی.

 په ټوله نړۍ کې «د جون لومړۍ د ماشومانو د نړیوالې ورځې» په مناسبت نمانځل کېږي. په افغانستان کې د جگړو، ناامنیو، اداري فساد او گڼو نورو لاملونو له مخې سروې سمې نه کېږي. ډېر کله دغه ډول سروې‌گانې یوازې تر اټکل پورې محدودېږي. د سې شنبې پر ورځ«۱۴۰۰ کال د غبرگولي ۱۱مه» یعنې د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د کار او ټولنیزو چارو وزارت وویل، چې په افغانستان کې یو مېلیون ماشومان په نشه‌يي توکو روږدي دي.

دغه شمېره ډېره د اندېښنې وړ ده؛ ځکه د اټکل له مخې په افغانستان کې نږدې درې مېلیونه ماشومان درانه کارونه کوي، مېلیونونه ماشومان د زده‌کړو له حق محروم دي او هر کال زرگونه ماشومان د خوارځواکۍ، روغتیايي اسانتیاوو د نشتوالي او نورو لاملونو له مخې مړه کېږي.

 د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي وو، چې دا مهال شپږ مېلیونه ماشومان په ۲۳کټه‌گوریو کې له بېلابېلو گواښونو سره مخ دي.: «د اټکل له مخې تقریباً ۶ مېلیونه ماشومان له جدي گواښونو سره مخ دي چې په ٢٣ کټه‌گوریو کې دي، یتیم او بې‌سرپرسته ماشومان، په نشه‌يي توکو روږدي ماشومان، د وسله‌والو جگړو قربانیان، له یو ولایت څخه بل ولایت ته لېږدوونکي ماشومان، د سړک غاړې ماشومان، ډیپورت شوي ماشومان او د معیوبو ماشومانو کټه‌گورۍ لرو چې کار او ټولنیزو چارو وزارت دغو ماشومانو ته روزنتونونه جوړ کړي ترڅو تر خپل پوښښ لاندې یې ولري.»

د دغه وزارت چارواکو ومنله چې د افغانستان په هرو لسو ماشومانو کې ۷ یې د تاوتریخوالي قربانیان دي. د هېواد په کچه په ۶۸ روزنتونونو کې ۱۰ زره بې‌سرپرسته او یتیم ماشومان ساتل او روزل کېږي؛ خو مېلیونونو ماشومانو ته حکومت لا هم د ښوونې، روزنې او څارنې مرکزونه نه‌لري. «د کار او ټولنيزو چارو وزارت ترڅنگ ټولې ادارې او هېوادوال مسوول دي؛ څو د ماشومانو د حقه‌حقونو برخه کې هڅې وکړي. د ماشومانو د ملاتړ قانون موږ مکلف کړي يو؛ څو د ټولنې د دې قشر ښه پالنه او روزنه وکړو.»

د ماشومانو لپاره د ملگرو ملتونو وجهي صندوق«یونېسیف» هم مني چې افغانستان د ماشومانو لپاره تر ټولو خطرناک ځای دی. که څه هم افغان ماشومانو نسبي پرمختگ کړی، مېلیونونه ماشومان ښوونځیو، مدرسو او ښوونیزو مرکزونو ته ځي؛ خو په ټوله کې د افغانستان د ماشومانو راتلونکې له ډېرو تیارو ډکه ده. ارگ د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت منلې وه، چې لا هم مېلیونونه ماشومان د زده‌کړو له حق محروم دي.:«که څه هم د جگړو او ناخوالو له امله لا هم په مېلیونونو ماشومان د زده‌کړو په گډون د ژوند له ‌‌‌‌‌‌ډېرو اساسي حقونو او اسانتیاوو محروم دي؛ خو حکومت په مشخصو او دوامدارو پروگرامونو کار کوي څو د دوی حقونه خوندي شي.»

ماشومان زموږ راتلونکي دي. دوی ته باید ډېر پام وشي. دغو ماشومانو ژوند، زده‌کړو او ښې راتلونکې لپاره یې پام وشي. کله چې زموږ راتلونکی«ماشومان» په نشه‌يي توکو روږدي کېږي، له زده‌کړو محروم کېږي او خپلو حقه‌حقونو محرومېږي، نو موږ په خپل لاس خپله راتلونکې په تیارو کې ډبوو.

ټولو خواوو ته پکار ده چې ماشومانو ته سمه پاملرنه وکړي. ماشومانو ته د زده‌کړې، روغتیا او له نورو اسانتیاوو یې برخمن کړي. لا هم په هېواد کې زرگونه ماشومان په ښارونو، سړکونو او کلیو کې سوال کوي. د دوی راتلونکی تباه کېږي او په راتلونکي کې په ټولنه بوج کېږي. موږ باید د خپل هېواد ماشومانو ته سم پام وکړو او د دوی راتلونکی له تیارو نه، بلکې له روښنایۍ ډک کړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: