موږ يوازې پيسې غلا کړې دي، مينه مو نه ده غلا کړې

په ۲۰۰۶ زېږدي کال کې په ارجنټاين کې د Banco Rio بانک يوې څانګې ته څو تنه غله ورننوتل د بانک په داخل کې يې هيچاته هم ضرر ور ونه رساوه ، د‌ غلا پر مهال يې په بانک کې يرغمل کسانو ته پيتزا او څښاک هم راوغوښت ، د يوې ښځينه وکيلې کاليزه وه هغې ته يې د (د زیږېدو ورځ دې مبارک شه) سندره هم وويله، ښه په کرار يې د پيسو المارۍ را خالي کړې او د وتلو پرمهال يې ۸ ميليونه ډالر له ځان سره وباسل .
جالبه دا چې يو منظم ياداښت يې پریښود چې پرې ليکلي يې وو ((موږ يوازې پيسې غلا کړې دي ، مينه مو نه ده غلا کړې!))
The robbers also left a whimsical note saying they stole just “money, not love,”
دا غلا د ارجنټاین په تاريخ کې د ‘robbery of the century په نامه هم مشهوره ده.
په دې‌غلا باندې فلم هم جوړ شوی دی.
سرچينې: د نړۍ مشهورې رسنۍ
نور احمد عاېل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: