حېرانونکې: ناوخته تګ څنګه د ناین الیون پېښه کې د ځینو ژوند وژغوره

د امريکا په دوو اسمان څکو ودانيو په بريد کې چې د ۲۰۰۱ م کال د سپتمبر په ۱۱ م ترسره شو، څو مامورين د دې ودانۍ په نړېدلو کې بچ پاتې شول.
۱ يوه پکې يوه مېرمن وه چې سهار يې د په ټايم کړي ساعت بېټرۍ ختمه شوې وه،ګهيځ وختي يې ساعت زنګ نه وهلی،ناوخته راويښه شوې وه.
۲ د يوه بل نفر د سهار په ناشته کې څو څاڅکي قهوه د دريشي په شېرټ څڅېدلې وه او د جامو په بدلولو پرې ناوخته شوی و.
۳ يوۀ بل چې هرڅومره خپل موټر چلاناوه موټر يې قسم کړی و چې سلف به ونه وهم.
۴ او په يوه بل نفر بيا په دې ناوخته شوی و چې نويو اخيستلو بوټونو يي د پښو ګوتې ور ژوبلې کړې وې د هغو لپاره يې په دواخانه کې پلستر اخيست چې پرې ناوخته شو.
نو هر وخت چې د ترافيکو له امله په لاره کې په بیروبار کې ايسارېږئ!
يا ناوخته يو ځای ته رسېږئ
يا مو ماشومان د باندې تللو ته ناوخته اماده کېږي
مه غوسه کېږي، مه په عذابېږي, اور مه اخلئ!
خداي غواړي چې په بل ځای کې نه اوسئ او ټيک هماغه ځای ته ولاړ شئ. په دې کې به مو خير وي، بندهی ‌له خپله خيره نه دی خبر .
دا هاغه د خدای حکمت دی چې د هستي په دانه دانه ذراتو کې جاري دی.
همیشه د خپل شاوخوا مثبتې او د قوت نقطې ووينئ او جذب کړئ، منفي منفي فکرونه مه رايادوئ. په مثبت سوچ کولو سره به مو له يو څه مودې وروسته ښه او مثبت فکر په همېشني او ښه عادت تبديل شي او هر شي ته به له مثبت ليدلوري ګورئ.
نور احمد عاېل

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button