د ځان او ذهن د ارامولو ۵ طلايي رازونه!

۱ د نورو قضاوتونه او پسې شا خبرې باید ستاسې په ژوند اغېز ونه لري، که ملايکه هم شې! بيا به هم ستا د وزرونو شور په ځينو خلکو ښه نه لګېږي او خبرې به درپسې کوي.

۲ دا د خلکو دنده نه ده چې تا دې درک کړي او د تا له زړه سوي او ښه ځوانتوبه دې خبر شي ته دې خپل کار کوه او اجر يې له خدایه غواړه.

۳ له چا سره چې کومه ښېګڼه او لطف کوې، بيرته هغسې توقع مه لره چې له تاسره يې هم باید وکړي.

۴ که چا ناځواني درسره کړې وي، دوکه يې درکړې وي ان که ته پوه شوی هم نه يې، خدای ته يې خوشې کړه، خو بيا په هغه شخص باور مه کوه.

۵ دنيا ډېره پراخه ده ، دنيا ډېره سخي ده، د هيچا برياليتوب او پرمختګ بايد‌ د تا طبيعت در خراب نه کړي او نه د هغو کاميابي ستا د پرمختګ لاره ډب کولای شي.
نور احمد عاېل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: