طالبانو د هیواد څو ولایتونو کې تر ۳۰زیات عسکر ژوندي نیولي او ګڼو پوستو سقوط کړی

له هرات ولایت نه په یوه بل خبر کې ویل شوي چې د فارسي ولسوالۍ کې تیره شپه د ولسي پاڅون کوونکو ډله کې درې نفوذي کسانو پر خپل ملګرو برید کړی چې له امله يې د یادې ولسوالۍ د امنیه قومندان سید شفیق جاهد په ګډون تر ۱۰ ډیر ولسي پاڅون کوونکي او ملي پولیس وژل شوي.

  عزم،جمعه، ۱۴غویي۱۴۰۰):راپورونه وایي چې طالبانو د هلمند په نهرسراج، د جوزجان په فیض آباد، د نورستان په دواب، د بلخ په خاص بلخ او د هرات په ګلران ولسوالۍ کې پرمختګونه کړي او ګڼو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
خبرزیاتوي، تیره شپه د هلمند ولایت دنهرسراج ولسوالۍ اړوند دیخچال په سیمه کې دفاروق په نامه کنډک او څو پوستې د طالبانو لخوا نیول شوې چې په ترڅ کې یې ۱۰ تنه عسکر وژل شوي او ۸ تنه نور ژوندي د طالبانو لاس ته لویدلي دي.
د طالبانو سیمه ییز مطبوعاتي مسؤل “حافظ راشد هلمندی» وایي، په نیول شوي کنډک کې ۱۹ کارمولي توپکونه، ۴ راکیټ انداز، ۳ ثقیلان، ۴ اګایزه، یوه دهشکه یو سپیجنین توپ، ۱ وسط هاوان ۱هاموي ټانګ او ګڼ نور مهمات ددوی لاس ته ورغلي دي.

تر دې مهاله د هلمند ځایي دولتي مسۇلینو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

په یوه بل خبر کې ویل شوي چې تیره شپه د جوزجان ولایت د فیض آباد ولسوالۍ په علي آباد سیمه کې د دولتي ځواکونو ستر بیس د طالبانو تر کنترول لاندې راغلی دی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي چې پر یاده قرارګاه د برید پرمهال یې ۸ تنه عسکر وژلي او ۱۳ نور یې ژوندي نیولي دي.
مجاهد وایي چې له نیول شویو عسکرو یې ۲۳ میله کلاشینکوف،۳ قبضې راکټ،۲ میله پیکا، ۱ میل m16 یو بم افګن او ډير مهمات لاس ته ورغلي دي.
طالب ویاند پیښه کې د خپلو دریو وسلوالو د ژوبلیدو پخلی کړی، خو دولتي چارواکو په دې هکله څه نه دي ويلي.

آخوا بیا له بلخ ولایت نه راپورونه وایي چې طالبانو تیره شپه د یاد ولایت د خاص بلخ ولسوالۍ په بالاحصار سیمه کې پر عملیاتي قوه برید کړی چې په ترڅ کې یې ۹ تنه عسکر او پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
طالبان وایي، دغه پیښه کې دوی ته کوم زیان نه دی اوښتی.
له نورستان ولایت نه تازه راپورونه وایي چې د یاد ولایت په دواب ولسوالۍ کې د شاهین پوستې۹ تنه پولیس له وسلو سره طالبانو ته تسلیم شوي او یاده ولسوالۍ تر سختې محاصرې لاندې راغلې ده..

په یوه بل خبر کې ویل شوي چې تیره شپه دهرات ولایت ګلران ولسوالۍ پر امنیې قومنداني، ملي امنیت ملي او تالار په نامه مرکز باندې طالبانو بریدونه کړي.
سرچینې وایي چې طالبانو د ملي امنیت مدیریت تر نیول کیدو وروسته د امنیت مدیر هم ژوندی نیولی دی.
طالبانو د ګڼو وسلو او مهماتو د ترلاسه کیدو ترڅنګ ادعا کړې چې څو تنو عسکرو ته یې هم مرګ ژوبله اړولې ده.
له همدې ولایت نه په یوه بل خبر کې ویل شوي چې د فارسي ولسوالۍ کې تیره شپه د ولسي پاڅون کوونکو ډله کې درې نفوذي کسانو پر خپل ملګرو برید کړی چې له امله يې د یادې ولسوالۍ د امنیه قومندان سید شفیق جاهد په ګډون تر ۱۰ ډیر ولسي پاڅون کوونکي او ملي پولیس وژل شوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button