لوی احمد شاه بابا

چي د هند د ملکو فتح مي روزي سوه
نور اېران لره په توغ په نغاره ځم
پر دا کړي داد دي خدای نه سي پښېمانه
تر نګین مي اېران لاندي شاهانه ځم

که هر څونه پنځه زره کاله مخ او شاته ولاړ سو، تر لوی احمدشاه بابا لوی او ستر افغان، چي د اوسني افغانستان وجود یې له نامه سره تړلی دی، نه سو میندلای. د افغانانو د تاریخ لمن له جنرالانو، قهرمانانو او سیاستمدارانو څخه مالامال ده خو له احمدشاه بابا څخه مخکي نه چا، د افغانانو په خپل ټاټوبي کي، د افغانانو د امپراطوری د ایجادولو فکر او نه عملي ابتکار کړی دی. هغه هیواد چي احمدشاه بابا یې، په لویه قومي جرګه کي، د خپلي توري او هوښیاری په زور، د تهداب خښته کښېښودله، هغه تر نن ورځي پوري نه یوازي موجود دی بلکه د زمان داسي توپانونو ته یې سینه سپر کړې او ژوندی پاته سوی دی چي سړی په پوړه زړه او پرته له مبالغې ویلای سي چي که په نړۍ کي یګانه نه وي نو د اسیا په لویه وچه کي خو ضرور یګانه دی. هغه خپل ټول عمر د خپل قام او هیواد د نامه لوړولو او د هیواد یو موټی کولو ته ورکړ. همدغه د یووالي او یو کولو تدبیر وو چي د هغه په لاس ایجاد کړی هیواد، که په هغه عظمت نه وي، تر اوسه پوري موجود دی او د هغه د قومي وحدت پالیسي وه چي د ده نوم یې تر نن پوري ژوندی ساتلی دی. هغه یوازینی سلطان دی چي د بابا نوم ښه ورسره ښکاري او د بابا د نامه معنی همدا ده چي هغه ټولو ته د زامنو په سترګه کتلي وه. که موږ ریشتیا هم هغه ته بابا وایو او ځانونه د هغه زامن بولو نو باید چي د هغه د زړه په ارمان او د قهرمانی په راز ځانونه پوه کړو. که هغه هرڅه د ځان او اولاد او یا یوه خاص قوم لپاره غوښتي وای نو نه به یې ایجاد کړی هیواد او نه به یې د بابا نوم پاته وای. که موږ غواړو چي لږترلږه دا راپاته هیواد او د هغه عظمت، چي تر نن ورځي پوري د ټولو سېلابونو مخ ته لکه غر درېدلی دی، همداسي لوی وساتو نو یوازینی لاره یې د دې هیواد د هري لوېشتي خپله بلل او د هري لوېشتي اوسېدونکو ته د وروڼو په سترګه کتل دي. د لوی احمدشاه بابا نوم دي تر قیامته ځلانده او د هغه په لاس جوړکړی هیواد دي د نړۍ سره یو ځای ژوندی وي.
عبدالباري جهاني

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button