احمد شاه بابا

میر غلام محمد غبار د احمدشاه بابا په اړه لیکي:

احمدشاه د دومره ښو اخلاقو او تقوا څښتن و چې
خدمتګارانو به یې پلار او غازي باله. دی د افغانستان یوازینی پاچا و چې تاج یې پر سر نه ایښود. لونګۍ به یې و، چپن یې اغوسته او موزې به یې په پښو کولې. د تخت پر ځای په ځمکه کیناست. هر وخت به خلکو سره اړیکه کې و. په ورین تندي به یې خبرې ورسره کولې. د مسایلو په حلولو کې به یې انصاف ته پام کاوه. کوم قوانین چې یې جوړ وو اول یې خپله په ټولو عمل کاوه. ده د خپل سلطنت په دوره کې هېڅکله عیاشي ونکړه، تجمل ته یې ‌‌‌‌‌‌ډېر پام نه کاوه. حریص نه و. په هېڅ جنګ کې له دښمنه ونه تښتېده. او د خپلو خلکو پر وړاندې کیمینه او نرم و. مثلاً په جزا کې یې د بدن د اندامونو پرېکول بند کړل. په تشریفاتو کې یې د سر او ملا ټيټول. هغه خپل کورنۍ او خپلوان په سیاسي کارونو کې له مداخلې لیرې ساتل. یوازې ولیعهد تیمور یې د هدایت جهان خان پوپلزي تر نظارت لاندې په سیاسي او نظامي چارو کې ښکېل ساته. دا مسله دومره جدي وه چې خلکو پرته له سلیمان او تیمور د احمدشاه نور اولادونه هېڅ نه پېژندل.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button