«د افغانستان چاپېریال مرګونی ککړ شوی»

عزم(یکشنبه، ۱۶، غبرګولی ۱۴۰۰): د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، د خلکو د عامه پوهاوي د نشتوالي له امله د افغانستان چاپېریال مرګونی ککړ شوی دی.

یادې ادارې د چاپېریال د نړیوالې ورځې په تړاو په خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي، دغه اداره هڅه کوي چې د هېواد چاپېریال خوندي او پاک کړي.

«سږ کال د ملګرو ملتونو لخوا د چاپېریال نړیوالې ورځې لپاره (د ایکوسیستم د بیارغولو لپاره هڅه) شعار ټاکل شوی چې د همدې شعار او د ایکوسیستم لسيزې تر عنوان لاندې به په ډېری هېوادونو کې د مختلفو بڼو ونمانځل شي. د دې ورځې د نمانځنې اساسي موخه دا ده چې د چاپېریال ساتنې په تړاو د خلکو د عامه پوهاوي کچه لوړه شي، حکومتي مسوولین ترغیب شي، اړونده ارګانونه او خصوصي سکتور باید د چاپېریال د ویجاړتیا د مخنیوي لپاره تدابیر ونیسي، د وحشي ژوو ساتنه وشي، د ښکار، وژلو او تجارت مخنیوی یې وشي.»

د خبرپاڼې له مخې، ځمکه، اوبه، هوا او ټولې طبیعي زېرمې هغه الهي پېروزینې دي، چې الله ﷻانسانانو ته په وړیا ډول د یوه امانت په توګه ورکړي او خلک یې هم باید سمه ساتنه وکړي. «چاپېریال موږ ته هغه راپاتې میراث دی چې په سمه توګه یې باید ساتنه وکړو او راتلونکو نسلونو ته هم یو سالم چاپېریال په میراث پرېږدو؛ ځکه چې انسانان او ټول ژوندي موجودات خپلې ټولې اړتیاوې له طبیعت څخه ترلاسه کوي. چاپېریال، د انسان او ټولو ژوندیو موجوداتو روغتیا ته پاملرنه د ژوندانه د پایښت او له طبیعي نعمتونو څخه د استفادې له اساسي اصولو څخه ګڼل کېږي.»

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې څاروي او نباتات د چاپېریال د جوړښت برخه ده او باید له منځه ولاړ نه شي، بلکې د ساتلو لپاره یې اړین اقدامات وشي. «پوه انسانان د چاپیریالي ستونزو او ګواښونو سره د مقابلې په برخه کې پیاوړي مبارزین دي، دوی د خپل طبیعي چاپېریال پر وړاندې بې پروایي نه کوي او نه غواړي چې انساني ټولنې له چاپېریالي ستونزو او ننګونو سره مخ شي.»

یادې ادارې ویلي، اوسمهال نړۍ له ډېرو چاپېریالي ستونزو سره مخ ده چې زموږ هېواد هم ترې په امان نه دی، د جګړو او ناامنیو سره – سره د اوبو، هوا او خاورې ککړتیا؛ اقلیمي بدلون، د شنو سیمو او طبیعي منظرو ویجاړیدل، د پلاستیکي توکو ککړتیا؛ غږیزه او بصري ککړتیا؛ د ښارونو غیر پلاني وده او په لسګونو نورې ستونزې هم شته چې زموږ چاپېریال یې له جدي ګواښونو سره مخ کړی دی. «د چاپېریال ساتنې ملي اداره هڅه کوي چې د یادو ستونزو د حل لپاره هراړخیز پلانونه او پالیسۍ جوړې کړي؛ خو دا چاره د یوې یا دوو مشخصو ادارو له وسه پوره نه ده، د دې لپاره باید ټولې دولتي ادارې، ملي او نړیوال بنسټونه، خصوصي سکتور او ټول هېوادوال په ګډه کار وکړي او د چاپېریال ساتنې پر وړاندې خپل ملي او دیني مسوولیت ادا کړي او په هیواد کې له شته چاپیریالي ستونزو سره جدي مبارزه وکړي.»

یادې ادارې په هېواد کې د چاپېریال د ککړتیا یو لامل د خلکو د عامه پوهاوي نشتوالی بللی دی او له دیني علماوو، علمي بنسټونو، مدني ټولنو او رسنیو څخه یې غوښتي چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې د عامه پوهاوي کچه لوړه کړي.

په افغانستان کې د برېښنا او غازو د نشتوالي، په ښارونو کې د وګړو د ډېروالي، په کرنیزو ځمکو کې د ابادۍ، د تولیدي کارخونو موجودیت په ګڼ مېشتو سیمو کې او په نقلیه وسایطو کې د بې‌کیفیته تېلو د سوځولو له امله د افغانستان چاپېریال هر کال ککړېږي او زرګونه خلک ترې مړه کېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button