مسیر ورځپاڼه: د افغانانو د امېد سترګې یوازې سولې ته دي

عزم(یکشنبه، ۱۶، غبرګولی ۱۴۰۰): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د سولې د خبرو په ټپه ولاړ حالت او د جګړې په زیاتوالي بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي: د هېواد په ګوټ ګوټ کې جګړه زیاته شوې ده او ورسره د هدفي وژنو لړۍ هم چټکه شوې.

«د سولې پروسې له پڅ بهیر سره هم‌مهاله د هېواد په نږدې ټولو ولایتونو کې شدیدې جګړې روانې دي، چې هره ورځ پکې د جګړې پر ښکېلو غاړو سربېره، ګڼو ملکي افغانانو ته هم زیانونه اوړي. په ولایتونو کې پر مخامخ جګړو او نښتو سربېره، په پلازمېنه کابل او نورو لویو ښارونو کې د هدفي وژنو خونړۍ او مبهمه لړۍ هم روانه ده، چې په ښکاره توګه یې څوک مسوولیت نه مني، خو دیني عالمان، ژورنالیستان، د پوهنتون استادان، د حکومت ملکي او نظامي مامورین او دغه راز سیاسي او مخور شخصیتونه پکې په نښه کېږي. حکومت د دغو پېښو مسوول طالبان بولي، خو طالبان بیا بیا وايي چې دغه ډول وژنې د دوی کار نه دی او په خبره یې، د حکومت استخباراتي کړۍ دغه ډول وژنې کوي، ترڅو په دې سره نړیوالو ته د افغانستان وضعیت ډېر ترینګلی وښيي، د سولې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او دغه راز له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مخه ونیسي.»

د سرلیکنې له مخې، ښکېلو اړخونو ته پکار ده چې د جګړې روان حساسیت درک کړي؛ ځکه د روانې جګړې لپاره ورو ـ ورو سیمه‌ییز او نړیوال ملاتړي راپیدا کېږي.

«د دواړو لورو دا ډول څرګندونې او یو پر بل د تورونو او ادعاوو لګول د هېچا په ګټه نه دي، ښکېل اړخونه دې د روانې جګړې حساسیت درک کړي، ځکه روانه جګړه مطلق افغاني شوې، دواړو غاړو ته یوازې افغانان پکې قرباني کېږي، بهرنیو استخبارتي کړیو هم د جګړې د دوام او د وضعیت د لا پېچلتيا په موخه هڅې ګړندۍ کړي. افغانان له روان وضعیت ستړي شوي، جګړو ترې ډېرې قربانۍ اخیستي او د امید سترګې یې یوازې د سولې خبرو ته دي.»

د مسیر په باور، که جګړه زیاتېږي د کورنۍ جګړې وېره هم شته؛ ځکه د افغان جګړې لپاره ځینې هېوادونه هڅه کوي چې نوره هم اوږده شي.

«د جګړې ښکېلې غاړې دې د افغانانو دغو غوښتنو او هیلو ته لبیک ووايي، له رامنځته شوي فرصت دې ګټه پورته کړي، پر سولې دې تمرکز ډېر کړي. مهمه دا چې په اوسنیو دریځونو دې ډېر ټينګار نه کوي، بلکې د سولې خبرو د بریالي کېدو او یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره دې په خپلو دریځونو کې دې نرمښت راولي، په دوحه کې دې د سولې په ټپه ولاړ مذاکرات بېرته پیل کړي، خپلې غوښتنې دې د سولې پر مېز مخامخ یو او بل ته ووايي. د افغان جګړې سیمه‌يیز او نړیوال ملاتړي به ډېر شي او ان د یوې سختې کورنۍ جګړې د پیل وېره هم شته چې په هغه وخت کې به یې مدیریت د دواړو لورو له کنټروله وتلی وي او بیا به نړیوالو زبرځواکونو ته په افغانستان کې د مداخلې بهانې په لاس ورشي. په ټوله کې روان وضعیت د هېچا په ګټه نه دی، اوس موږ د جګړې د اوږېدېدو پر ځای د جګړې پای ته رسېدو او د سولې یوه معقول تفاهم ته اړتیا لرو، داسې تفاهم چې ټول لوري پکې خپل ځانونه او حقونه خوندي حس کړي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button