هرات کې د پلاستیکي توکو په تولید کې زیاتوالی راغلی

عزم(یکشنبه، ۱۶، غبرګولی ۱۴۰۰): د هرات د صنعت او سوداګرۍ خونه وايي، په دغه ولایت کې د پلاستیکي توکو په تولید کې زیاتوالی راغلی دی او اوسمهال په دغه ولایت کې ګڼ پلاستیکي توکي تولیدېږي.

د دې خونې مسوولین وايي، په هرات کې د پلاستیکي تولیداتو فابریکې خپله پانګونه ۴۵۰زره امریکایی ډالرو ته لوړه کړې، د هرات د پلاستيکي محصولاتو د تولید فابریکه چې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې فعالیت کوي، په یوه شپه او ورځ کې د ۱۰۰۰کیلوګرامه پلاستیکي تولیداتو وړتیا لري.«دغه کارخونه د هرات د اوسېدونکو اړتیاوې هم پوره کوي او هم یې ۵۰ تنو د کار زمینه هم برابره کړې ده. یاده کارخونه خپل د اړتیا وړ خام توکي په هېواد کې دننه چمتو کوي او خپل تولیدات ګاونډیو هېوادونو ته هم لېږي.»

د دې کارخونې مسوول وايي، هڅه کوي چې په دې برخه کې خپل تولیدات او محصولات پراخه کړي او خپل تولید کړي توکي ګڼو ولایتونو ته واستوي.

په هېواد کې د ناامنیو، د برېښنا د نشتوالي، د امنیت د نشتون او ګڼو نورو لاملونو له امله ګڼو پانګه‌والو خپلې پانګې ازبکستان، ترکیې، متحده عربي اماراتو او نورو هېوادونو ته لېږدولي دي.

د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د پلاستکي توکو سربېره، درمل، د مېوو جوس او ګڼ نور توکي هم جوړېږي، چې د کورنیو بازارونو سربېره بهرنیو هېوادونو ته هم لېږل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: