د هلمند د جنایت له توجیه کوونکو څو پوښتنې

خط اول

په دې نږدې وخت کې د ملکي وګړو مرګ-ژوبله تر بل هر وخت زیاته شوي. نه یوازې دا چې په ډېره سپين سترګۍ سره د ولس په وړاندې سنګر نیول شوی؛ بلکې له دومره وژنو او ربړونو سره سره بیا هم د نیوکې ګوته ملت ته نیوله کېږي چې ګواکې ولې له احتیاط څخه کار نه اخلي.

څو ورځې وړاندې د کابل د دشت برچي سیمې او اوس د هلمند په نهر سراج ولسوالي کې پر ملکي وګړو بې رحمانه بریدونه داسې یو عمل دی چې هیڅ توجیه کېدلای نشي. هر هغه برید چې ښکېل اړخونه يې په مستقیمه و غیر مستقیمه توګه ترسره کوي او بیا پکې ملامتي یا په سیمه ییزو جاسوسانو و صلاحیت لرونکو اشخاصو ور اچول کېږي او یا هم يې پړه په ډېر مهارت سره په هغه شعاري و خیالي ډلو- ټپلو ور اچول کېږي چې مرکزونه يې په خورا امن سیمو کې شتون لري او امنیت يې هم دوی نیسي. د کابل د برچي سیمې وروستی برید چې پړه يې داعش نومې رټل شوې ډلې په غاړه واخیسته، په حقیقت کې د پایتخت له شنې سیمې څخه رهبري شوی او قومانده يې هم له همغه ځایه ورکړل شوې ده. ځکه د دغه برید د ترسره کوونکو هدف دا دی ترڅو د دې او ورته نورو بریدونو د ترسره کولو له لارې د افغان ملت د پرګنو ترمنځ د نفاق اور بل وساتي او په دې توګه يې خپل کاذب ملاتړ ته وهڅوي.

 د هلمند د نهر سراج وروستی جنایت هم لکه د برچي د وروستي برید په څېر، د کابل له شنې سیمې څخه رهبري شوی او قومانده يې له همغه مرکز څخه ده، کوم چې د برچي د برید په تړاو ورکړه. خو توپير يې یوازې دا دی چې د نهر سراج برید په مستقیمه او د برچي هغه يې په غیر مستقیمه قومانده ترسره شوی دي.

د هلمند په نهر سراج کې وژل شوي او ټپيان شوي ټول کسان ملکیان او ماشومان دي. پر دوی باندې داسې مهال دولتي عسکرو د هوا له لارې برید کړی او په بې رحمانه توګه يې شهیدان کړي چې دغه کسانو د یوه سقوط شوي پوځي مرکز په قلمرو تجمع کړي وه. تر اوسه لا څرګنده نه ده چې یاد کسان دغه سقوط شوي پوځي مرکز ته د څه لپاره راغلي وو؛ خو د دفاع وزارت اړوند چارواکي وايي چې دغه کسان بمبارد شوي پوځي مرکز ته د همغه مرکز د توکو د لېږد په موخه راغلي وږ، ځکه خو دوی پرې خپلو هوايي ځواکونو ته د حملې کولو امر کړی. دوی خو لا آن په لومړیو کې د دې جنایت له پېښېدو لږ شېبه وروسته وویل چې په دغه برید کې د طالبانو هغه قراردادیان وژل شوي چې د طالبانو په لاس د پوځي مرکزونو له سقوط وروسته، د دغه مرکزونو په داخل کې له عسکرو څخه پاتې شوي توکې ترې رانیسي او یا يې د پيسو په بدل کې له ورانولو وروسته تر یوه ځایه رسوي.

لومړی خو دا خبره بلکل دروغ ده چې د نهر سراج اړوند په بمبارد شوي پوځي مرکز کې د طالبانو قراردادیان وژل شوي؛ بیا که احتمالاً دغه قراردادیان دومره زیات هم وي؛ ایا دا جنایت نه دی چې د پوځي مرکز د ویجاړۍ په بدل کې د دومره خلکو ژوند واخیستل شي؟ ایا په یاد سقوط شوي او نورو پوځي مرکزونو کې شته توکې دومره ارزښت لري چې یو ځل يې د ساتنې په موخه لسګونه عسکر ووژل شي او بیا يې د انتقال په بدل کې بې شمېره ملکیان؟

دوی باید لومړی په افغان ملت کې خپل محبوبیت له همدې ځای څخه روښانه کړي چې ملت يې په وړاندې څومره نفرت ښيي او له دې وېرې چې بیا ځل د دوی سیمو ته دغه ملېشه ځواکونو ورنشي، د پوستو ویجاړولو ته ولې تلوسه لري؟  دوی باید دا هم څرګنده او ملت ته ځواب ووايي چې ملکي وګړي د کومې  انګېزې له مخې نظامي مرکزونو ته له عسکرو څخه په یادو مرکزونو کې د پاتې شویو توکو وړلو ته راځي او له دې کار سره زیاته تلوسه لري؟ دوی باید په دې هم ځان پوه کړي چې له همدغه مرکزونو څخه لکه چې اوس له دوی څخه پاتې شوي د دغه توکو څو چنده دوی په غلا د خپل جېب د ډکولو په غرض پلوري او خپلې خیټې يې پرې ډکي کړي؟ دوی باید دا حقیقت هم ومني چې دوی په کومه اندازه د پوځي مرکزونو دفاع ته ژمن دي؟ دوی باید ځان ته دا هم څرګنده کړي چې، افغان ملت سره له دې چې د فوځي مرکزونو د ورانولو پر مهال يې هره شېبه د سر خطر موجود وی، بیا هم دغه مرکزونه ورانوي، د دې دلیل څه کېدای شي؟ ایا دوی له حکومتي عسکرو ستړي شوي او بیرته راګرځېدو له وېري يې ورانوي او که یا…؟

دوی که په رښتیا هم له پوستو او مرکزونو څخه د فوځي توکو په وړلو بد وړي او د دغه توکو وړل ورته بد ښکاري، بیا ولې په خپل درجنونه- درجنونه مرمۍ او نور جګړه ییز و غیر جګړه ییز توکې په کمه بیه پلوري؟ سره له دې چې پوهېږي یاد توکي يې دښمن ته په لاس ورځي او هغوی يې بیا د دوی په مقابل کې استفاده کوي؟ دوی که په رښتیا هم د خپلو پوځي توکو ساتنې ته ژمن وي، بیا ولې الوتکې د کباړ په شکل نورو هیوادونو ته د پلور په موخه استول کېږي او دوی يې د لارې په اوږدو کې ساتنه هم کوي؟ ایا تر اوسه څو- څو واره داسې نه دي پېښ شوي چې په پوځي مرکزونو کې شته توکي د اړونده سیمه ییزو قوماندانانو له لوري په شخصي توګه پلورل شوي او پيسې يې شخصي جېبونو ته تللې دي؟ 

نو حکومت او د برید امر ورکوونکي د دلایلو په وړاندې کولو او بهانه جوړولو سره له دې جرم څخه ځان نشي خلاصولی او باید ملت ته يې ځواب ووايي چې د نهر سراج وروستی جنایت يې ولې ترسره کړی؟ هغه کسان چې دا جنایت يې ترسره کړی او یا يې د ترسره کولو امر ورکړی باید په عام محضر کې محاکمه او جزا ورکړل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: