مؤمن عسکر او خیالي عسکر

د هر کار اساس چې له اولې ورځې د تقوی او ایماندارۍ پر اساس کیښودل شي نو هغه کار کې بیا الله تعالی برکت هم اچوي!
یوه ورځ هارون الرشید د خپل پوځ لیست وکوت او ببا يې په عملي میدان کې خپل عسکر وشمارل نو :
( شل زره نفر داسې عسکر يې په پوځ کې وموندل چې د تنخاه په لیست کې يې نومونه نه و لیکلي!
هغه ځکه چې دوی نه غوښتل بغیر د الله تعالی نه يې بل څوک وپیژني چې دوی د الله له پاره جنګیږي!!
دوی د خپل جهاد اجر په دنیا کې نه کیش کولو!!!
مګر اوس د حکومتي ځواکونو په لیکو کې زرګونه داسې عسکر شته، چې لیستونو کې یې نومونه شته؛ خو د جګړو په ډګر کې یې د فزیکي شتون درک نه لري. دوی په نشتون کې هم پیسې اخلي؛ حال دا چې د مسلمانو حکمرانیو مجاهدینو او سرتیرو په جهاد کولو پیسې او معاوضې نه غوښتلې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button