د ویټامینونو ګولیو خوړل د ګټې پر ځای تاوان لري

د نوښتونو په لټه یوې ډلې ډاکټرانو ویلې د وېټامینونو ګولۍ نه یوازې دا چې ګټه نلري بلکي ستاسو د جیب په تشېدلو او د درمل جوړولو کمپنیو د بانکي حسابونو له پنډېدلو پرته بله هیڅ ګټه نلري.
ډاکټرانو پر یادو ګولیو له څېړنې وروسته دا خبره وکړه چې د داسي ګولیو مصرف نه یوازي دا چې ګټه نلري بلکي ډاکټران یې اندېښمن کړي دي چې دا ګولۍ ناعلاجه ناروغۍ پېدا کولای شي.
پوهان خلکو ته خبر ورکوي چې د داسي درملو په دام کې ونه لوېږي. ځکه خلک (زیاتره په پرمختللو هېوادونو کې) ښه خوراکونه کولی شي خو بیا هم په دریو کې یوه برخه خلک د ویټامینو ګولۍ خوري.
د جانز هاپکینز او وارویک پوهنتونونو د طبي علومو استادانو په یوه ګډه مقاله کې لیکلي «بالغو کسانو ته د مکملو خوړو په ورکولو، چې مناسب تغذیه هم ترې ولري، هیڅ ګټه نلري او کېدای شي ستونزې پېښوونکې هم وي».
دا څېړنه پر نیم ملیون خلکو د بشپړو وېټامینونو (ویټامین کمپلیکس) د مصرف په اړه ترسره شوې ده.
د دې څېړنو یوه یې په ۴۵۰ زره کسانو شوې چې په پایله کې یې د مړینو په راکمېدو کې د وېټامیني ګولیو هیڅ مثبت اثر نه و تر سترګو شوی.
د سرچینې د اصلی مقالې لپاره: ( ttp://annals.org/article.aspx?articleid=1789253) لینک کېکاږئ.
علي شاه محمدي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: