اسلامپال او لويديځپال په افغانستان کې

په ټوله اسلامي نړۍ کې د سيکولرو لويديځپالو او دين پرستو اسلامپالو ترمنځ وسيع کشمکش روان دی، چې په ځينو هيوادونو کې د اسلامپالو تله درنه ده، په خپلو ټولنو کې يې د اسلام اثر او نفوذ مستحکم ساتلی دی، په ځينو هيوادونو کې مسلمانان د لويځپالو څخه متاثره شوي او هغوی ته يې بې منطقه او بې استدلاله د مبارزې ډګر پرپيښی دی.
د نورو اسلامي هيوادونو په څېر په افغانستان کې هم دا کشمکش ګرم روان و، خو دلته د لويديځ او لويديځپالو د غوصې ګراف هغه وخت ډير پورته شو، چې د نويمي لسيزي په منځ کې طالبانو په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم کړ، کلونه کلونه وروسته يې مسلمانانو ته د سياسي اسلام څيره ورښکاره کړه، د اسلامي خلافت هير شوي مفاهيم يې بيرته راتازه کړل او د مسلمانانو مسئلې او فيصلې يې د اسلامي فقهي په رڼا کې حل کړلې.
هغه وخت د لويديځ او لويديځپالو غوصه دومره اوج ته ورسېده، چې پر ټولو نړيوالو اصولو يې خپلې ناولې پښې کېښودې او پر افغانستان يې پوځي يرغل وکړ، د پوځې يرغل سره سم يې د افغانانو مخ د لويديځ په لور د اړولو لپاره خورا لوړ لګښتونه ولګول او د افغانانو د فکري انحراف او عقيدوې اختلاط لپاره يې سترې سترې دسيسې او شيطانتونه په کار واچول، چې دې سره په افغانستان کې د لويديځپالو او اسلامپال ترمنځ معرکې زور واخيست، لويديځپالو د سيکولريزم او غربيت په ترويج کې خپل ټول عصري او پرمختللي امکانات پر کار واچول، له بيلابيلو لارو يې خلک او مشينونه مسخر کړل، تر څو مسلمانان د واقعي اسلام څخه ليري او لويديځپالني ته يې وګرځوي، اسلامپالو هم د مسلمانانو د فکري انحراف او لويديځپالني په مخنيوي کې خپلي ژبي او قلمونه روان ساتلي و.
دې معرکې دوې لسيزي ووهلې، که څه هم په لومړي سر کې اسلامپال د ګوتو په شمير و، چې زياته برخه يې د طالبانو د فرهنګي کميسون غړیو تشکيلوله او په ډيرو لږو امکاناتو او کمو وسائلو يې دا مبارزه ګرمه ساتلې وه، خو وروسته د اسلامي فکر د دفاع لپاره ورو ورو مسلمانو ځوانان د مبارزې ډګر ته رادانګل او له خپلو استعدادونو او وړتياوو يې د لويديځپالو په مقابل کې کار واخيسته اوس يوې لويي برخې دې کار ته پايڅې را بډوهلي دي او هره ورځ په ډول ډول علمي، ادبي، اخلاقي او څيړنيزو ليکنو او خپرونو سره د لويديځ او لويديځپالو پر مخ د بطلان کرښه راکشوي.
د امريکا په مشرۍ د ټول لويديځ چې په افغانستان کې تر ډيره وخته د پاتې کيدو خوبونه په اوبو لاهو شول او دلته د خړو پړو تش لاسو افغانانو په وړاندې د شرميدلې ماتې سره مخ شول او اوس د کډو په بارولو لګيا دې، لا هم دې ته غلي دي، چې خپلو لاسپوڅو لويديځپالو ته په افغاني ټولنه يې ځای پيدا کړي او چې ممکنه شي، په راتلونکي نظام کې ورته غوښنه برخه ورکړي، تر څو د دوی له تګ وروسته دلته د دوی لپاره استخباراتي جاسوسان هم وي او په سيستماتيک ډول په افغانستان کې اسلاميت له منځه هم يوسي او غربيت ته په افغاني ټولنه کې رسوخ ورکړي.
افغانان په خپل تاريخ کې دا يوه پخه تجربه لري، چې د دښمن د تېښتې وروسته تر هغه ډير زوريدلي دي، چې د دښمن سره مستقيماً په معرکه بوخت وي، ځکه په دې وخت کې افغانان د دښمن د ماتي په خوشحالي کې مست او ليوني وي يوازې د دښمن د ټيټو سترګو، ماتي ککرۍ، ځړوند سر او تيښتې ننداره کوي، خو دښمن يې پر ضد نوې دسيسې او پلانونه ايجادوي، چې هغه دسيسې او پلانونه بيا د افغانانو لپاره تر ټولو ستر د سر درد وي.
اوسنی حالت د اسلامپالو لپاره ډير حساس، باريک او له ازمائښتونو ډک دی، که غفلت او لټي وشي، هغه تاريخي تجربه به بيا تکرار شي، ځکه لويديځ روان دی، خو خپل کار خپلو پلويانو ته پريږدي، چې بيا به د هغوی سره مبارزه خورا ستونزمنه او له کړاوونو ډکه وي، نو اسلامپال بايد په ډيرې ځيرکتيا، فراصت او خدای ورکړې پوهه باندې د دښمنانو هر دسيسه او پلان وڅارې، تل يې د مخنيوي او شنډېدو په هڅو او هاند کې وي، همداسې د لويدیځ او لويديځپالو توره څېره خلکو ته ښکاره کړي او د هغوی د شومو اهدافو او پلانونو په اړه په ټولنه کې عامه پوهاوی رامنځته کړي، تر څو د مخنيوي لپاره يې د ټولني هر فرد ترڅنګ ودريږي، خو تر ټولو غوره چې فعلً ورته ډيره اړتيا شته، هغه د اسلامپالو يووالی او وحدت دی، بايد په هر څه کې اسلامپال په يوه خوله، يوه اواز او ټول سره متحد وي.
لیکنه: کریم الله کامران

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: