غزل: يو پر بل پسې روان دي شهيدان ځي

د غمجن غمجن وطن ودان ځوانان ځي
له زخمي باغه غوټۍ د ګلستان ځي

مور يې لوى کړي مور يې وروزي وطن ته
يو پر بل پسې روان دي شهيدان ځي

پسرلي کې يې تازه ګلان رېبلي
پاڼې پاڼې غورځېدلي دي خزان ځي

زړه کې يې هيلې اميدونه وو ساتلي
د وطن د جوړېدلو په ارمان ځي

هغوى خداى نه لري ټول بې دينه شوي
ژني وژني له دنيا نه بې ايمان ځي

د مينه دعا به هغه وخت رنګ راوړي
چې وحشت له ګران وطن افغانستان ځي

مینه بوریواله

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button