عزیز الله فضلي: په شپږیزه لیګ کې یوه لوبډله اخلم او بې‌واسطې لوبغاړي پکې لوبوم

عزم(دوشنبه، ۱۷، غبرګولی ۱۴۰۰): د افغانستان د کرېکټ بورډ پخواني مشر عزیزالله فضلي ویلي دي، چې غواړي د شپږیزې لیګ په راتلونکې پړاو کې یوه لوبډله واخلي.

نوموړي پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي، د کورني کرېکټ د پرمختګ لپاره پکار ده چې نوي لوبغاړي د کرېکټ نړۍ ته مخه کړي. «ګرانو وطنوالو او د کرېکټ لوبې مينه‌والو! روان کال کې د افغانستان شپږيزې کرېکټ ليګ کې لوبډله اخلم، د کورني کرېکټ د پرمختګ لپاره او د دې لپاره چې تکړه او نوي ستوري د کرېکټ نړۍ ته راووځي.»

د فضلي په خبره، په خپله لوبډله کې به هغه لوبغاړي واخلي چې وړتیا یې لري، خو خپل حق نه دی ورکړل شوی. «هغه مستحق لوبغاړي چې دغو سياليو وړتياوې يې درلودې خو حق نه دی ورکړل شوی هغوی پخپلې لوبډله کې واخلم.  ان شا الله چې يو پياوړې لوبډله به تاسو دا ځل په شپږيزه کرېکټ ليګ کې وګورئ.»

عزیزالله فضلي څو کاله په کرېکټ بورډ کې بېلابېلې دندې ترسره کړې؛ خو دوه کاله وړاندې د کرېکټ بورډ له مشرۍ ګوښه شو او پر ځای یې فرهان یوسفزی وټاکل شو.

فضلي له ګوښه کېدو وروسته ویلي وو، چې غوښتل یې په کرېکټ بورډ کې پراخ اصلاحات راولي او د همدې له امله له دندې ګوښه شو.

که څه هم تر اوسه معلومه نه ده چې سږ کال به د شپږیزې لیګ سیالۍ ترسره شي او که‌نه؛ ځکه په هېواد کې کرونا په ډېره چټکۍ خپرېږي او د پاکستان او هندوستان سوداګریزې لوبې هم درولي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: