مسیر ورځپاڼه: امریکا په افغانستان کې سوله نه غواړي

عزم(دوشنبه، ۱۷، غبرګولی ۱۴۰۰): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د زلمي خلیلزاد په تازه راتګ او په کابل کې له افغان چارواکو سره په لیدنو ـ کتنو بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي: خلیلزاد ویلي امریکا په افغانستان کې سوله غواړي او دواړه لوري باید تاوتریخوالی کم کړي.

«د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی کابل ته راغلی او دلته یې له چارواکو او سیاستوالو سره خبرې پیل کړي دي. د خلیلزاد په حواله ویل شوي چې نوموړی له خپل ټیم سره راغلی چې له افغانستان سره د اړیکو او همکاریو پر نوي څپرکي خبرې وکړي. له ترهګرۍ سره جګړه، د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ او اقتصادي مرستې د دې نوي څپرکې مهمې برخې ګڼل شوي دي. نوموړي له ډاکټر عبدالله سره په لیدنه کې ویلي چې د سولې د پروسې ملاتړ کوي او اوس د دې وخت دی چې دواړه لوري تاوتریخوالی کم کړي او خبرې پیل کړي.»

د سرلیکنې له مخې، امریکا په دوو علتونو په افغانستان کې سوله نه غواړي. که امریکا ووځي او په افغانستان کې سوله راځي، نو نړۍ به دا فکر وکړي چې دلته جنګ امریکا جوړ کړی و او نه هم غواړي چې طالبان په زور او قوت ولري.

«له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو څرنګوالي او د دوحې د هوکړې په اړه د امریکا دریځ ته په کتو سره ښکاري چې امریکا اوس یوازې د خپلو ځواکونو ایستل مهم ګڼي او د افغانستان د سولې پروسې ته لېوالتیا نه لري. که څه هم خلیلزاد به د سولې شعارونه ورکوي او په دې اړه به سفرونه هم کوي، خو د امریکا له عملي سیاست څخه ښکاري چې دوی په افغانستان کې د سولې په لټه کې نه دي او غواړي چې دلته جګړه او وژنې دوام وکړي. دوی په دوو دلایلو نه غواړي چې د افغانستان د سولې پروسه بریالۍ شي: لومړی دا چې که امریکا ووځي او د سولې پروسه بریالۍ شي، د دې مانا دا ده چې امریکا په افغانستان کې جنګ جوړ کړی و او چې کله امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل، نو سوله راغله. امریکا نه غواړي نړۍ ته همداسې تصویر ورکړي او د افغانستان د جګړې او هلته د شوو جنایتونو پړه او مسوولیت ومني. دویم دا چې امریکا نه غواړي طالبان په داسې ډول حکومت او سیاست ته را ګډ شي چې زور او قوت ولري، ځکه دا لاره به بیا نورې جهادي ډلې هم تعقیب کړي او طالبان به ورته الګو شي. له همدې امله امریکا نه یوازې د سولې په برخه کې اساسي هڅې نه کوي، بلکې کړنې یې د جنګ او وژنې د دوام سبب کېږي.»

د مسیر په باور، امریکا ځینې ګاونډي او سیمه‌ییز هېوادونه د حکومت ملاتړ ته هڅولي او یاد هېوادونه به له حکومت سره جګړه کوي او دغه جګړه به یوه افغاني جګړه وي.

«د جګړې د دوام لپاره امریکا غواړي چې دا ځل یې سیمه‌ییز هېوادونه په افغانستان کې دنده پر مخ یوسي. غواړي له حکومت سره خپلې اړیکې وساتي، مرستې وکړي، خو اساسي کار به سیمه‌ییز هېوادونه ورته کوي. دوی غواړي هند، ایران، سعودي، متحده عربي امارات او ځیني نور هېوادونه د افغانستان د حکومت ملاتړ وکړي او په دې ډول حکومت له طالبانو سره جګړه پر مخ یوسي. دا چاره به د دې سبب شي چې حکومت سقوط ونه کړي، خو طالبان به نورې سیمې او آن ولایتونه هم ونیسي. په دې ډول به د طالبانو او حکومت ترمنځ جګړه وي، افغانان به وژل کېږي او حکومت به هم خپل بهرني ملاتړي ولري. پر دې بنسټ له امریکا سره د افغانستان د سولې پلان نشته او نه هم غواړي سوله وشي. دا زموږ افغانانو مسوولیت دی چې پرې نه ږدو جګړه دوام وکړي او باید د سولې لپاره په بین الافغاني کچه پراخې هڅې وکړو او خپله یو بل ته لاسونه ورکړو، څو د جګړې د دوام مخه ونیول شي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: