فاریاب: طالبانو قیصار کې ۹۰تنه تښتیدلي عسکر له وسلو او مهماتو سره یوځای ونیول

  عزم،دوشنبه، ۱۷غویي۱۴۰۰):راپورونه وایي چې طالبانو د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې هغه لسګونه دولتي عسکر بیرته نیولي چې د یادې ولسوالۍ له سقوط وروسته یې د کوهي په نامه کلي ته پناه وړې وه.
سیمه ییز خبریال قطب الدین کوهي وایي،شاوخوا نوي۹۰تنه د ملي اردو،ملي پولیسو او د ملي امنیت د مفرزه قطعې سرتیري چې یاده سیمه کې یې پناه اخیستې وه، د طالبانو لخوا له ۷ ټانګونو او لسګونو میلو سپکو او درنو وسلو سره یوځای ونیول شول.

نوموړی وایی، یادو عسکرو غوښتل مقاومت وکړي، چې په پایله کې یې ۱۸ تنه ټپیان او وروسته ټول تسلیم شول.

نوموړی وایي طالبانو ټول نیول شوي عسکر د قیصار د ولسوالۍ د بازار په منځ کې په پلې توګه تیر کړل او د ارضلیک په نامه سیمې ته یې یووړل.

دا مهال په یاده ولسوالۍ کې یواځې د ملي اردو یو کنډک چې لرې پرته سیمه کې پروت دی، پاتې دی، نوره ټوله سیمه ددولت پلو عسکرو له شتون پاکه شوې ده.

طالبانو تیره ورځ د یادې ولسوالۍ امنیې قومانداني ونیوله، چې په ترڅ کې یې د امنیې قوماندان په ګډون ۱۴عسکر ووژل شول او ۳۷تنه نور طالبانو ته تسلیم شول او ماښام مهال یې د ولسوالۍ پر مرکز هم خپل بیرغ پورته کړ

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button