د لوړې کچې پوځي تمرینات؛ طالبانو حیرانونکی ویدیویي اصدار خپور کړ

عزم،دوشنبه، ۱۷غویي۱۴۰۰):هیواد کې د جګړو له زیاتوالي او د کابل حکومت لخوا طالبانو ته د پراخو تلفاتو اړولو له ادعاوو سره همهاله طالبانو یو حیرانونکی پوځي ویډیویي اصدار خپور کړ.
په دغه اصدار کې طالبانو د لوړې کچې د پوځي تریننګ او تمریناتو ښوودنه کړې اوژمنه ورکوي چې دوی به د خپلې خاورې، اسلامی نظام او د خپلو ولسونو د ساتنې ترڅنګ به دښمن ته د الله تعالی په مرسته غاښ ماتوونکی ځواب او د عبرت درس ورکوي.
طالبان په دغه ویډیویي اصدار کې د لومړي ځل لپاره خپلو ځواکونو ته د لوړې مراسم تر سره کوي او په لسګونه طالب ځواکونه د دیني اساساتو د ساتنې ترڅنګ د هیواد له ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې سوګند آدا کوي.
د دې ترڅنګ په یاد فلم کې یو مهم نوښتیز نمایش د وسایطو د کش کولو، د سرعت پر مهال د هغوی کلک نیولو او تر هغوی لاندې کیدلو ترڅنګ د بوکسرانو او کرتې د ځوانانو ځانګړي نمایشات دي ، چې ښیی طالب ځواکونو د لوړې کچې بدني روزنه هم موندلې ده.
ویدیو کې یو طالب چې لاس یې هم پرې دی، خبرداری ورکوي چې یو لاس یې هم د هیواد او دین څخه دفاع کې ورکړی، که یې ټول بدن هم ټوټه ټوټه شي، له مبارزې به لاس وانخلي.
یاد ویديویي اصدار کې د کمین وهلو، کمین ماتولو، د تصفیوي عملیاتو او نورو ورزشي تمریناتو ښوودنه او د ثقیله، خفیه وسلو په مټ د انداختونو او نښه ویشتلو جالبې صحنې هم پسولل شوې چې ټول یې د په لوړه کچه عکاسي شوي دي.
د ویدیو په پای کې د طالبانو د مرستیال مشر “خلیفه سراج الدین حقاني” هغه وینا را اخیستل شوې چې ګواکې د دوی مشرتابه هیڅ راز پریکړه د قران او سنت او مذهبي مسائلو تر کتنې مخکې نه کوي او هر څه ته له شرعي زاویې ګوري.
نوموړی وایي، د پخوا په پرتله یې څو برابره زیاته وړتیا موندلې او د بیلابیلو وسایلو د جوړیدو ترڅنګ یې پراخ قوت موندلی چې کولای شي په آسانه توګه د نړۍ امپراطوري رانسکوره کړي.
دغه ویډیویي اصدار ته د “اعداد الجهاد۵” نوم ورکړل شوی چې ټولټال ( 27 ) دقیقې او ( 53 ) ثانیې په بر کې نیسي.
یاد فلم لاندې لینکونو له لارې کتلی او خپلو کمپیوټرونو او ځیرک تلیفونو ته ښکته کولی شئ
متوسط کيفيت
موبايل کيفيت







