که زه ریا کوونکی یم خدای دې ما په بحر کې غرق کړي

ژباړه: عاکف مهاجر

حجاج چې په خپل وخت کې په ظلم او زیاتي سره مشهور و ډیر صحابه او تابعین یې په شهادت رسولي، یوه ورځ یې په تقوا علم کې مشهور کس ماهان بن ابي سالم ته حال ولیږلو چې زه ستا د علم، دینداري او نیکوالي څخه خبر شوی یم هر څوک ستا ستاینه کوي، زه غوره ګڼم چې تا د عراق قاضي مقرر کړم.
ماهان بن ابي سلمان په حیرانتیا سره ورته و ویل:
زه!
حجاج ورته و ویل ووکې
ته!
ماهان بن ابي سلمان ورته وایي زه څنګه قاضي مقرر شم زه خو له یوه تر لسو حساب نشم کولی نو قضا به څنګه وکړم، حجاج ورته وایي ته زما د شورا په مجلس کې په ما ټوکې کوې، ملنډې وهې، حجاج بد رد ورته شروع کړل او ورته ویل یې ته ځان ښودونکی یې، خو د حجاج له دې خبرو سره ماهان بن ابي سلیم هم غوصه شو او د بحر خواته روان شو، په زوره یې نعرې کړې، دومره په زوره چې نږدې خلکو ټولو واوریدل او و یې ویل.
اې خدایه!
که زه ریا کوونکی یم ما په دغه بحر کې غرق کړې او بیا د اوبو په لور ور روان شو، خلک حیران و چې اوس به څه کیږي، خو ګوري ماهان هم داسې د اوبو په سر روان ده، تر دې چې د اوبو غاړې ته و وتلو او اوبو غرق نه کړ.
کله چې ماهان له اوبو روغ و وتلو د حجاج لاس لاندې دولتي کسانو هغه بیرته حجاج ته راووست، خو حجاج دا ځل د هغه په دار کولو امر وکړ او هغه یې په خپله دروازه کې په داسې حال کې په دار کړ چې هغه په خپله خبره تکرار کولو، قضا یې نه منله، چې په دغه وخت کې بعض تابعین او فضلاء هم برې تیریدل او د ده سیل به ی. کولو خو هغه له دې کار منع کول او ورته ویل یې: تاسو ماته ګورئ، زما سیل کوئ او له کتونکو سره ولاړ یاست، خو زه ویره لرم چې د خدای عذاب درباندې رانشي.
ځئ! له ما لاړ شئ.

مونږ یې باید له ماهان بن ابي سالم څخه زده کړو، هغه څنګه تر پایه په خپل دریځ پاته شو، څنګه یې حجاج ته انکار وکړو، هغه څوک چې په ظلم کې یې شهرت درلود، د سلګونه صحابه او تابعینو په وینو یې لاسونه سره و.
ماهان دار و منلو، خو د حجاج امر یې و نه منلو او د هغه له لوري ورکړل شوې دنده یې قبوله نه کړه، خو هغه په دې وخت کې هم د طالبانو لپاره له نصیحت لاس وانه خیست او ورته و یې ویل تاسو چې له چا نه کوم تکلیف نشئ لرې کولی نو د نندارچیانو په توګه باید ورته و نه دریږئ، له دې شه دا ده چې د پلار او مور په کور کې دې کینې تر څو راتلونکی عذاب په تاسو هم رانشي.

ابن جوزي رحمه الله وایي د مینې غرونه د زړونو په ځمکه میشت دي او د مصیبت طوفانونه یې نه شي ښورولی، حجاج یې د دار کولو امر وکړ، خو هغه په همدغه حال کې هم تسبیح ویل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: