ننګرهار کې به سږ کال د خرماوو حاصلات ۱۵ ټنه وي

عزم(سه شنبه، ۱۸، غبرګولی ۱۴۰۰): د ننګرهار وادي کرنیز شرکت وايي، سږ کال به په ننګرهار کې د خرماوو حاصلات د پرو سږکال په پرتله درې برابره ډېر وي.

د ننګرهار وادي کرنیز ریاست مشر محمد بصیر حقیار وايي، د نورو کلونو په پرتله سږ کال به د خرما حاصلات ډېر وي. «سږ کال به د اټکل له مخې د تېر کال په پرتله د دغه بڼ د خرماوو حاصلات درې برابره زیات شی، تېر کال يې حاصلات پنځه ټنه و سږ کال به ۱۵ ټنه ورسېږي.»

د حقیار په خبره، دغه بڼ په ۴۰ جریبه ځمکه کې جوړ شوی او په زرهاوو بوټي پکې کرل شوي دي.

دی وايي، د ملي پراختیا شرکت اړوند ننګرهار وادي کرنیز ریاست په پلان کې لري چې په ۱۸۰ جریبه ځمکه باندي یو بل د خرماوو بڼ هم جوړ کړي.

له تېرو څو کلونو راهیسې په هېواد کې د خرماوو کرکېله پیل شوې، چې حاصلات یې ښه دي. ننګرهار، کندهار، هلمند، فراه، نیمروز، لغمان او خوست هغه ولایتونه دي چې د خرماوو ونو پکې ښه نتیجه ورکړې ده.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، دغه وزارت په پام کې لري چې په راتلونکو څو کلونو کې د خرما له اړخه افغانستان پر ځان بسیا کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: