چین له افغانستان سره د کرونا د ۷ سوه زره خوراکه واکسینو مرسته کوي

عزم(سه شنبه، ۱۸، غبرګولی ۱۴۰۰): په چین کې د افغانستان سفیر جاوېد احمد قایم وايي، چینايي چارواکو ورسره ژمنه کړې، چې ډېر ژر به د ۷ سوه زره خوراکه واکسینو مرسته کابل ته ورسېږي.

نوموړي پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي، د کرونا ضد دغه واکسینو مرسته به راتلونکې پنجشنبه کابل ته ورسېږي. «د چین د بیولوژيکي محصولاتو د تولید د انسټيټیوټ د کرونا دا اووه سوه زره خوراکه واکسینونه او په همدې شمېر پیچکارۍ له افغانستان سره مرسته کړې  ده. دا مرسته افغانستان ته بار شوې او په درېیو ورځو کې به ورسېږي.»

د قایم په خبره، دغه مرسته د روانې جون میاشتې په لسمه کابل ته رسېږي او د کرونا ضد واکسین د چین د حکومت له لوري مرسته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د تېرې یکشنبې پر ورځ اعلان کړی و، چې په هېواد کې د کرونا ضد واکسینو د ختمېدو له امله د لومړي او دویم خوراک واکسین تطبیقولو بهیر تر راتلونکې خبرتیا پورې دروي؛ ځکه دغه وزارت نور واکسین نه لري.

افغانستان  سره د کرونا ضد واکسینو لومړۍ مرسته په فبروري میاشت کې د هند حکومت له‌خوا شوې وه، چې ۵۰۰ سوه زره خوراکه واکسین وو او دوه نیم سوه زره خلکو ته ورکول کېدل.

په همدغه میاشت کې چین هم د ۴۰۰ سوه زره خوراکه واکسینو مرسته وکړه، چې د اوسنۍ مرستې سره یې شمېر ۱ مېلیون او سلو زرو ته ورسېد.

د هندوستان او چین سربېره د روغتیا نړیوالې ادارې هم ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به د کرونا ضد واکسینو په برخه کې مرسته وکړي.

د دې ترڅنګ نړیوال بانک هم ویلي چې له افغانستان سره به د کرونا ضد واکسینو د اخیستو په برخه کې مرسته وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: