مسیر ورځپاڼه: د ولسوالیو پرله‌پسې سقوط ښيي چې حکومت خپلې سیمې نه‌شي ساتلای

عزم(سه شنبه، ۱۸، غبرګولی ۱۴۰۰): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د طالبانو له لوري د ولسوالیو په پرله‌پسې سقوط باندې بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي: طالبانو په دې وروستیو کې ۱۵ ولسوالۍ نیولي دي او ګڼې ولسوالۍ یې محاصره کړي دي.

«په داسې حال کې چې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وځي، طالبان پرله‌‌پسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ولسوالۍ لاندې کوي. طالبانو په دې وروستیو کې ۱۵ ولسوالۍ نیولې دي چې د فاریاب قیصار، د ارزګان ګیزاب او د غور شهرک ولسوالۍ یې پرون او وړمه ورځ ونیولې. د ځینو نورو ولسوالیو د نیولو لپاره هم جګړه روانه ده او ښايي دا شمېره لوړه شي. حکومت وايي دا تکتیکي په شاتګ دی، خو نیول شوې ولسوالۍ لا هم د طالبانو په لاس کې دي. ډېرې ولسوالۍ له جګړې پرته نیول شوې، خو ځینې یې بیا له سختو جګړو او مرګ‌ژوبلې وروسته د طالبانو لاسته لوېدلې دي.»

د سرلیکنې له مخې، ځینې ولسوالۍ له سختې جګړې وروسته نیول شوي او ځینې ولسوالۍ له ډېر وخته د طالبانو تر محاصرې لاندې وې، چې اوس نیول شوي دي.

«په ډېری دغو ولسوالیو کې کلي او بانډې له وړاندې له طالبانو سره دي او د ولسوالیو مرکزونه له حکومت سره دي. د دغو ولسوالیو په ځینو نورو سیمو کې هم نظامي مرکزونه شته، خو له ولسوالۍ او دغو مرکزونو سره د خلکو اړیکه پرې ده. نه خلک دغو مرکزونو ته ورځي او نه هم دا مرکزونه او ولسوالۍ د خلکو د امنیت او نورو چارو لپاره کوم کار کوي. دا مرکزونه یوازې خپل ځان ساتي او په سختۍ سره اکمالېږي. د دغو مرکزونو تمویل او تجهیز د حکومت لپاره سخت شوی دی. ډېری وخت تر محاصرې لاندې وي او پر وخت ورته تجهیزات نه رسیږي او ان د خوراک او څښاک لپاره هم څه نه لري. له همدې امله دا بې ګټې مرکزونه دي چې حکومت پرې یوازې لګښت کوي او نوره کومه ګټه نه لري. دا یوازې په شمېر کې راځي چې وویل شي طالبانو پر څومره ولسوالیو او حکومت پر څومره ولسوالیو کنټرول لري او تر دې زیات ارزښت نه لري. په دې وروستیو کې همدا مرکزونه طالبانو د سیمه‌ییزو خلکو په منځګړیتوب نیولي او امنیتي ځواکونو ته ترې د خوندي وتلو لاره برابره شوې ده او یا هم له سختو جګړو او مرګ‌ژوبلې وروسته نیول شوې دي.»

ورځپاڼې لیکلي، د ولسوالیو پرله‌پسې سقوط ښيي چې حکومت نورې ولسوالۍ نه‌شي ساتلای او اوس به خپل پام د ولایتونو په مرکزونو کوي.

«د ولسوالیو دا سقوط ښيي چې حکومت نور نشي کولی چې هلته خپل ځواکونه وساتي او په دې ډول هغه ځایونه پرېږدي او تمرکز د ولایتونو پر مرکزونو او ښارونو کوي. طالبان هم په دې سره خپله جغرافیه پراخوي او ځان ته خوندي مرکزونه جوړوي. په دې سره کلي او ډېری ولسوالۍ طالبانو ته ور پاتې کېږي، خو ښارونه او د ولایتونو مرکزونه به له حکومت سره وي. که څه هم حکومت به هڅه وکړي چې ښارونه او د ولایتونو مرکزونه وساتي، خو طالبان به بیا هم بریدونو ته دوام ورکړي. په دې ډول د جګړې کرښې له ولسوالیو څخه د ولایتونو مرکزونو او د ښارونو څنډو ته را رسېږي، چې دا چاره به د پراخو ځاني زیانونو تر څنګ، په ښارونو او د ولایتونو په مرکزونو کې د نورو ستونزو لامل هم شي.»

د مسیر په باور، د ولسوالیو سقوط ستونزه نه‌شي حل کولای، تر څو دواړه خواوې د سولې خبرو ته کېني او روانه ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

«طالبانو ته د ولسوالیو پرېښودل او یا د طالبانو لخوا د ولسوالیو نیول به نه یوازې ستونزې حل نه کړي، بلکې لا به یې زیاتې کړي. جګړه به دوام وکړي او لا به خونړۍ شي. له همدې امله ښکېلو اړخونو ته پکار ده چې د جغرافیې د پراخولو او یا د ښارونو او ولایتونو د مرکزونو د ساتلو پر ځای یو له بل سره خبرو ته کېني، د سولې خبرې جدي مخ ته یوسي او د افغانستان ستونزه د جګړې او وژنو پر ځای په خبرو او سوله حل کړي. جګړه، نه په کلي او نه په ښکار کې د حل لاره ده او یوازې وژنې او د افغانانو درد او غم زیاتوي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: