روغتیا وزارت: په لسو ولایتونو کې لس روغتونونه د اکسیجن د تولید په دستګاوو سمبال کېږي

عزم(سه شنبه، ۱۸، غبرګولی ۱۴۰۰): د عامې روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې د یونېسف ادارې مشر ورسره ژمنه کړې، چې په لسو ولایتونو کې به لس روغتونونه د اکسیجن په دستګاوو سمبال کړي.

د یاد وزارت چارسمبالی وزیر وحید مجروح زیاتوي، د یونېسف ادارې ورسره ژمنه کړې، چې په لسو ولایتونو کې د کوویډ ـ ۱۹ روغتونونو لپاره به د اکسیجن اسانتیا برابره کړي. «په اوسني وضعیت کې د دې د ستګاه وو  برابرول او نصب یوه جدي اړتیا ده او د یونېسف ادارې له مسؤولینو یې غوښتي چې ژر تر ژره دې د دوی دغه دستګاوې نصب او د چمتووالي کار ګړندی کړي ترڅو هغه ناروغان چې اکسیجن ته اړتیا لري زیات لاسرسی وشي.»

دی وايي، د یونېسف ادارې مشر ورته ویلي، چې د کوویډ ـ ۱۹ روغتونونو لپاره د اکسیجن دستګاوو د نصبولو لپاره طرحه چمتو شوې او ډېر به د عامې روغتیا وزارت په واک کې ورکړل شي.

ټاکل شوې چې دغه دستګاه وې به د روان کال د غبرګولي په ١٩ د چهارشنبه ورځ هېواد ته را ورسېږي، چې د نصب او فعالولو کار به یې د کووېډ-١٩ روغتونونو کې پیل شي.

په افغانستان کې د کرونا وبا په چټکۍ خپرېږي او په روانه اوونۍ کې د کرونا د ناروغانو شمېر هره ورځ زیاتېږي. په تېرو څو ورځو کې په هېواد کې هره ورځ له زرو پورته کسان په کرونا اخته کېږي.

اوسمهال په ټول هېواد کې ۸۲،۳۲۶ تنه په کرونا ککړ شوي، چې ۵۸،۹۹۸ تنه ترې رغېدلي او ۳،۲۵۱ تنه ترې مړه شوي دي.

په هېواد کې ګڼ روغتونونه د اکسیجن د کمښت سره مخ دي، چې د ځینو ناروغانو د مړینې لامل هم شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: