له افغانستانه د وتلو پروسه تر نیمايي زیاته بشپړه شوې: امریکايي پوځ

عزم نیوز (سه شنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۴۰۰): امریکايي پوځ ویلي چې دوی له افغانستانه خپله انخلاء تر نیمايي زیاته بشپړه کړې ده.

د VOA د خبر له مخې، د متحده ایالتونو مرکزي قومندانۍ نن سه شنبه ویلي، موږ اټکل کوو چې د وتلو پروسه مو تر ۵۰٪ زیاته بشپړه کړې ده.

مرکزي قومندانۍ همداراز ویلي چې د C-17 الوتکې د ۵۰۰ بارونو برابر وسایل یې له افغانستانه ایستلي، او تر ۱۳۰۰۰ زیات نور توکي یې، چې د کابل حکومت ځواکونو ته نه سپارل کیږي، د دفاع وزارت د لوژستیک ادارې ته د له منځه وړلو لپاره سپارلي دي.

امریکا نه دي ویلي چې څومره شمېر عسکر یې تر دې دمه له افغانستانه ایستلي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په اپرېل میاشت کې ویلي و چې د سپټمبر تر یوولسمې به ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي، خو د وتلو سرعت ته په کتلو کارپوهان اټکل کوي چې ښايي له هېواده د بهرنیو ځواکونو انخلاء تر دې ضرب الاجل مخکې پوره شي. متحده ایالتونو او متحدینو یې داسې سګنال ورکړی چې ښايي انخلاء د جولای تر څلورمې پورې بشپړه شي.

امریکا ویلي چې له افغانستانه له وتلو سره هممهاله یې ډيپلوماټيکي هڅې پیل کړې چې په سیمه کې د افغانستان د څار لپاره بېس جوړ کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button