بایډن: افغانستان کې مو خپل هدف ترلاسه کړ، د راوتلو وخت رارسېدلی (ویډیو)

عزم (پنجشنبه، ۹ غویي، ۱۴۰۰): د امریکا ولسمشر، جو بایډن، د چارشنبې په شپه کانګرس ته په خپله لومړنۍ وینا کې وویل چې د ده اداره د افغانستان د ”تلپاتې جګړې“ ختمول غواړي ځکه چې په دې هېواد کې یې د القاعده د ګواښ په کمزوري کولو سره خپل اهداف ترلاسه کړي دي.

بایډن د خپلې وینا پر مهال وویل، ”د امریکا مشرتابه په افغانستان کې تلپاتې جګړه ختمول غواړي. موږ له مبالغې پرته د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو ستر جنګي ځواک لرو. زه په څلوېښتو کلونو کې لومړنی ولسمشر یم چې پوهیږي د جنګ په یوه ډګر کې د خپل زوی د خدمت کول څه معنا لري. نن موږ داسې عسکر لرو چې په هماغه جګړه کې اخته دي کومه چې یې یو وخت مور وپلار کوله. موږ په افغانستان کې داسې عسکر لرو چې د سپټمبر د یوولسمې د پيښې پر وخت پیدا شوي لا نه وو“.

 د بایډن یو زوی، بېو بایډن، یو کال عراق ته په جنګي ماموریت تللی و او په ۲۰۱۵ز کال کې د سرطان له امله ومړ. بایډن په تېرو څلوېښتو کلونو کې لومړنی امریکایی ولسمشر دی چې زوی دې یې په پوځ کې وي او د جګړې ډګر ته دې تللی وي.

جو بایډن په خپله وینا کې وویل، ”د افغانستان د جګړې دا مطلب نه و چې دا دې د ملت-جوړونې څو-نسلي ذمه اخیستنه شي. موږ افغانستان ته د هغو ترهګرو د ځپلو لپاره ولاړو چې د سپټمبر په یوولسمه یې پر موږ برید وکړ. موږ وویل چې د دې کار د ترسره کولو لپاره به اسامه بن لادن د دوزخ تر دروازو پورې تعقیب کړو. که تاسې د کونړ برې درې ته تللي یاست، نو تر څه حده مو د دوزخ دروازې لیدلې دي“. (د کونړ دره د افغانستان یو له هغو ځایونو ده چې امریکايي ځواکونو سختې جګړې پکې کړې دي. جو بایډن په ۲۰۰۸ز کال کې د سناتور په حیث دې ځای ته سفر کړی و.)

بایډن زیاته کړه، ”موږ په اسامه بن لادن عدالت پلی کړ او په افغانستان کې مو د القاعده ګواښ راټیټ کړ. د امریکا تر شل کاله ارزښت ورکونې، زړورتیا او قربانۍ وروسته اوس وخت رارسېدلی چې خپل عسکر هېواد ته راستانه کړو“.

د امریکا ولسمشر وویل چې د عسکرو له راستنولو سره سره به بیا هم ”موږ د افق په څنډه کې خپل توان برقرار وساتو څو خپلې خاورې ته راتلونکې ګواښونه شنډ کړو“.

بایډن وویل، ”له ۲۰۰۱ز راهیسې د ترهګرۍ ګواښ له افغانستانه آخوا وده کړې او موږ به متحده ایالتونو پر ضد د ګواښونو لپاره، چې له هر ځایه راځي، بیدار اوسو. القاعده او داعش په یمن، سوریه، صومالیا او د افریقا او منځني ختیځ په نورو سیمو کې او تر هغو آخوا وجود لري“.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button