Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

د لوېدیځ او امریکا فرمایشات او ارزښتونه

خط اول

د ځمکې د کرې اوسنۍ واکمني لوېدیځوالو، او په ځانګړې توګه امریکا، په لاس کې اخیستې،  په هر هیواد یې خپلې جابرانه منګولې د دوو شومو موخو لپاره خښې کړې، چې لومړی یې مادي ګټې او بل یې هم معنوي ارزښتونه بې ارزښته کول دي.

دوی چې پرون ‏د سړې جګړې پرمهال په اروپا، جاپان، کوریا او منځني ختیځ ډېر ترکیز کاوه، موخه یې هلته د ستراتیژیکو سیمو نیول او د منځني ختیځ په اقتصادي منابعو په ځانګړې توګه تیلو او نورو ارزي زیرمو خیټه اچول وه څو له یوې خوا پرې خپل مالي کندو ډک کړي او له بل لوري یې د شوروي اتحاد پر وړاندې ستراتیژیکې سیمې تر پوښښ لاندې راوستلې وي.

امریکا پر دې بسنه ونکړه او تر هغه وروسته یې د شوروي د شارګونو د پریکولو لړۍ لا هم تونده  وساتله او په افغانستان، سوریه او نورو سیمو کې یې حضور ته ګڼې ستونزې ایجاد کړې.

وروستی مورچل هم د امریکا لپاره د اوکراین جګړه وه، چې پکې د روسیې د عزم مراندې لا نورې وځپي او بېساري خنډونه ورته ایجاد کړي.

دوی د اوکراین له جګړې څخه د روسیې د څملولو تمې نه درلودې، بلکې غوښتل یې له موقع څخه په استفادې، خپل ختیځ میشتی سیال (روسیه) په اقتصادي او پوځي ډګر کې دومره کمزوری کړي چې نور یې د نفوذ ریښې له ودې څخه ولویږي او دغه راز یې په سیاسي برخه کې هم داسې وننګوي چې نړیوال وجاهت یې هیڅ پاتې نه شي.

دویمه موخه یې د اوکراین په حاصلاتي او طبعي زیرمو خېټه اچول وه څو لویدیځ ور څخه له کوم احسان پرته پراخه استفاده وکولای شي.

لویدیځ به تر دې وروسته، تایوان هم د یادو موخو لپاره کاروي او دا ځل به یې موخه په شرقي سیالانو کې د چین د ځواکمنتیا مخنیوی او په سیاسي، اقتصادي او پوځي ډګرونو کې به د دغه هیواد کمزوري کول وي.

امریکا به دا لړۍ تر هغو همداسې متداومه ساتي څو یې په نړۍ کې داسې سیال پاتې نه شي چې پر وړاندې یې سر هسک کړي.

دا به  له دوی سره په سیاسي برخه کې هغه مرسته وکړي چې د نړۍ په کچه د هر ډول مسئلې د تائید او ویټو حق به امریکایي رژیم لري او بس.

 د دې تر څنګ به د نړیوال اقتصادي کندو د کونجیانو واکمني هم له دوی سره وي او د مجازي رازق په توګه به هر وګړي ته د هغه د وفادارۍ په کچه امتیاز ورکوي.

معنوي ګټه به یې دا وي چې دا ټوله ګټه به یهودي رژیم کړې وي او له خپلې زاویې به د نړۍ لیرې او نږدې کنترولوي او په دې توګه به یهود د نړیوالې جهاني واکمنۍ پر غولي یو ځل بیا راوڅرخیږي.

د بیلګې په توګه، امریکا او متحدین یې چې نن یوګاندا او ترکیه له دې امله تهدیدوي چې ګواکې همجنسبازي ته یې خپلو هیوادونو کې خنډونه جوړ کړي، یا هم نور هیوادونه د دیموکراتیکو ارزښتونو د  نه مراعاتولو له امله ګواښي؛ لامل یې همدا دی چې د دوی لوی آرمان پر مذهبي او ټولنیزو آزادیو د خپل څادر غوړول دي، چې نه منونکي به یې خامخا د دوی سزا ګوري.

که مونږ غواړو چې د غرب له دې ایښودل شویو لومو او پټو دامونو مو په حکمت سره ځان ایستلی وي، نو لازمه ده چې د نړیوالې ټولنې، چې په رأس کې یې امریکا ده، غوښتنو، وړاندیزونو او فرمایشاتو ته د تعقل له زاویې وګورو او هر څه یې د خپلو اساسي، عقیدوي او کلتوري موازینو په ترازو کې وګورو او بیا یې په تړاو د پرمختګ حکیمانه ګام پورته کړو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button