طالبان؛ څه ډول نظام غواړي؟ او ایا اوسنۍ اوردو رښتیا منحلېږي او که اصلاحات پکې راځي؟!

صفي الله “رائد”
افغانستان کومې اوردو ته اړتیا لري؟!
طالبان: څه ډول نظام غواړي؟!
او ایا اوسنۍ اوردو به رښتیا منحلېږي او که به اصلاحات پکې راځي؟!
په دې لیکنه کې لوستلی شئ.

لومړی باید ووایم چې یو لوی تحول راتلونکی دی؛ امریکا ماته شوه، بهرنیان نور نه پاتې کېږي، ناټو په ګونډو شوه او بلاخره نن دی که سبا دلته د غرب په ډیموکراسۍ لړلې غوړېدلې شړۍ ټولیدونکې او بلاخره طالبان یو ځل بیا د سپین سپېڅلي اسلامي نظام سره راتلونکي دي..!
ښکاره ده چې هر نظام خپل اهداف، ګټې او مفادات له ځان سره لري، چې په جوړېدو سره یې پلي کوي او په نړېدو سره یې دا هرڅه بېرته له بینه ځي.
بلا شک چې؛ امریکایانو دلته یو لاسپوڅی غیر قانوني غیر شرعي نظام درلود، خپل اهداف( د یو ستر وحشت، دهشت، ظلم او بربریت سربېره یوه داسې اوردو، پولیس او سپیشل فورس جوړول چې په فکري بڼه حجرتي، غیر اسلامي، غیر اخلاقي او په داسې یو ذهنیت سمبال وي چې له امریکایي ګټو ور آخوا هرڅه باید ورته بې ګټې ښکاره شي، داسې رسنۍ، قلموال، لیکوالان او سوشل میډیا استخدامول چې ټول د اسلامي او ملي ارزښتونو خلاف د امریکا، سیکولرزم او ډیمکراسۍ په دفاع کې شپه او ورځ بوخت وي).

هو! امریکایانو د خپل راتګ سره خپل دغه اهداف ترننه د همدغو پلورل شويو داخلي ګوډاګیانو په لاسونو تر سره کړل؛ له چا یې د قلم کار واخیست او له چا یې د ټوپک؛ څوک یې په فکري بڼه امریکایان کړل؛ په رسنیو کې یې شپه او ورځ د ډالرو پر زور وغږول او څوک یې د مسلمان په جامه کې دمسلمان پخلاف مستقیماً ولوبول.

هو! له هرې طبقې د ډالرو پر زور کار واخیست، څوک یې پولیسو ته استخدام کړل، څوک یې سپيشل فورسو ته او څوک یې په اصطلاح د ملي اوردو لیکو ته را کش کړل، خو! د ټولو فکري بڼه، موخه او هدف یو وو(دامریکا ګټو ته لومړيتوب ورکول، د بهرنیانو مفادات په نظر کې نیول او د همدوی اهداف په سمه توګه پلي کول)
نیمه کفري نړۍ د اسلام ارزښتونو ړنګولو پرخلاف یو موټی او را ولاړه شوه، پر ګران هېواد افغانستان یې حمله وکړه، اسلامي امارت یې ړنګ کړ او افغانستان یې اشغال کړ،
څو محدود طالبان د خپل ولس له غېږې بیا را وټوکیدل او د امریکا په مشرۍ یې همدې نیمې کفري نړۍ ته غېږه ورکړه،
پوره شل کاله یې هر اړخیزه مبارزه او درنه جګړه وکړه، بې پایه وینې تویې شوې، وینو یې رنګ راووړ، قربانۍ یې قبولې شوې او بلاخره یې دالله په نصرت امریکا له ټول توان او قوت سربېره ماته کړه.

هو! امریکا ماته شوه، غرور یې مات شو، نړۍ شاهده شوه، امریکا په ګونډو شوه زارۍ یې شروع کړي، امریکا پر وتلو شوه.
اوس نو چې امریکا ځي، نو نظام به یې خود له بینه ځي، ګټې، اهداف او مفادات به یې هم له بینه ځي.

داچې د امریکایانو دلته په اصطلاح ملي اوردو په کفري فکري بڼه تربیه کول او جوړول هم یو له مهمو اهدافو څخه یو هدف ؤ، نو د امریکایي نظام په ړنګېدو سره به دامریکا دا ستر هدف هم وړنګېږي پولیس او سپشل فورس به منحلېږي؛
البته په ملي اوردو کې به اصلاحات راځي هغه داسې چې اسلامي امارت به لومړی یو افغان شموله اسلامي نظام رامنځ ته کړي هو! داسې یو نظام چې دګران هېواد هر وګړی، ښځه او نر به پکې خپل ځان او خپل حق او حقوق ویني، داسې ټول شموله نظام چې د هیواد هر قشر به پکې خپلې ګټې خوندي بولي او هر قوم به یې تر شا ولاړ او کلک ملاتړ به یې کوي؛ هر افغان به راتلونکی نظام خپل نظام بولي؛ مسئولیتونه به اخلي او خپل هیوادوالو ته به دخدمت مصدر ګرځي؛
دداسې یو افغان شموله اسلامي نظام تر جوړېدو وروسته به اسلامي امارت داسې یوه منظمه، پاکه او پیاوړې اسلامي ملي اوردو تشکیل کړي چې خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو ته به پوره درناوی لري او په خپل ټول توان او قدرت سره به د خپلو اسلامي، ملي نوامیسو او سرحداتو به دفاع او ساتنه کوي.
هو! طالبان داسې یو نظام، داسې یوه اسلامي، ملي اوردو غواړي او ګران هېواد مو همداسې یوې ملي اوردو ته اړتیا هم لري.

د همداسې یو افغان شموله اسلامي نظام او اسلامي ملي اوردو په هیله.

۲ محرم الحرم ۱۴۴۳ هـ ق

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button