پوتین: امریکا او لویدیځ باید له افغانستان نه عبرت واخلي

عزم (یکشنبه، ۱۴وږی ۱۴۰۰): د ترکیې ملي تلویزیون د روسي ولسمشر له خولې لیکلي، چې وایي: امریکا او ملګري هېوادونه یې باید د افغانستان له مسئلې نه عبرت واخلي.
ولادیمیر پوتین چې یوې اقتصادي غونډې ته یې خبرې کوله، امریکا ته په اشارې وویل: ښه به دا وي چې امریکا له افغانستانه عبرت واخلي او مشران یې د نورې نړۍ پر هېوادونو بندیزونه و نه لګوي.
پوتین ادعا وکړه، چې امریکا د خپلو نظریاتو د تحمیل له پاره په یو شمېر کمزوریو هېوادونو بندیزونه لګوي او نړیوال هم دغې چارې ته رابولي.
هغه څرګنده کړه: «امریکا او نور لویدیځوال له افغانستانه د وتو سره باید ښه درس واخلي. دوی په خپله هم اعتراف کوي چې افغانستان ته له ننوتو سره یې ډیرې زیاتې خطاګانې کړې دي؛ خو له بده مرغه چې نن ورځ یو ځل بیا ورته خطاګانې تکراروي او په نورو هیوادونو تحریمونه لګوي، زه پوښتنه کوم چې تحریم لګول څه معنا؟ دوی دا تحریمونه په یو هیواد د خپلو شرایطو د ورتپلو په خاطر لګوي».
د پوتین په خبره: امریکا په افغانستان کې نیم تریلیون ډالر مصرف کړل، دوی ځان د سیستم او ښه پروګرارم خلک بولي، خو زه یې پوښتم چې د دوی دومره زیاتو مصارفو څه فایده وکړه. ښه دا ده چې نړیوال په خپل سیاست کې اصلاحات راولي.
روسي ولسمشر همداراز د پنجشیر شخړې او د یو شمېر هېوادونو غیر مستقیمې لاسوهنې ته په اشارې وویل: روسیه هیڅکله د افغانستان د تجزیې پلوي نه کوي، مونږ به د طالبانو کړنې وڅارو او کوښښ به ونکړو چې منځوي یې کړو.
پوتین وویل: خلک باید دا درک کړي چې طالبانو ول افغانستان نیولی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button