په لوګر کې ۱۰۱ تنه سرتېري له نظامي زده‌کړو فارغ شول

عزم(یکشنبه، ۰۷ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، په لوګر کې د المنصوري قول اردو څخه ۱۰۱تنه سرتېري له مسلکي او پوځي زده کړو فارغ شول.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د هېواد په ګوټ ګوټ کې سلګونه ځوانان په نظامي زده کړو بوخت دي او هره اوونۍ د هېواد په ګوټ ګوټ کې سلګونه ځوانان له مسلکي او پوځي زده کړو فارغېږي او په دندو ګمارل کېږي.

د لوګر د والي حاجي مالي خان نویو فارغ شوو سرتېرو ته په خطاب کې ویلي،  ستاسې دنده له دین، هېواد او اسلامي ارزښتونو څخه ساتنه ده او دغه دنده باید په ښه توګه تر سره کړئ.: «له دین، هېواد او لوړو اسلامي ارزښتونو څخه دفاع زموږ او ستاسو ټولو ګډه دنده ده او ستاسو د رښتینو هلو ځلو په پایله کې د خلکو کورونو ته بشپړ امینت راغلی دی.»

نوموړي ویلي، له دې وروسته بايد خلک هېڅ وېره ونه لري، ځکه چې د دوى اتلان بچيان شپه او ورځ په صادقانه توګه د ښه امنیت ټینګښت په موخه په دندو بوخت دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، یادو فارغانو د لوګر ولايت په بېلابېلو سيمو کې په پوځي مانورونو سره خپلې جنګي وړتياوې وښودلې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button