یاهو نیوز: د نړۍ ۱۰۰ چټل ښارونه په اسیا کې دي

عزم (یکشنبه، ۱۴ لیندۍ ۱۴۰۰): یاهو نیوز ویبپاڼې د یو خبر له مخې ویلي چې د نړۍ ۱۰۰ چټل ښارونه په اسیا لویه وچه کې دي.
د هوا د چټلتېا څارنې نړیوالې ادارې ای کیو ایر (Air Quality Tracker) ویلي: تېر (۲۰۲۰) میلادي کال کې هم اسیا هغه لویه وچه وه چې تر بل هر ځایه یې زیات چټل ښارونه درلودل.
ای کیو ایر ویلي: په اسیايي ښارونو کې د نفوسو د زیاتوالي له امله د هوا ککړتېا زیاته ده.
د یادې ادارې شمېرې ښيي، چې یوازې په هند کې د ۴۶ لویو ښارونو وګړي له خرابې هوا کړیږي.
له هند وروسته چین دوهم هېواد دی، چې نړۍ کې تر بل هر هېواده زیات نفوس لري او ۴۲ ښارونه یې چټله فضا لري.
همداراز پاکستان کې ۶، بنګله دېش کې ۴ او اندونیزیا او تایلینډ کې بېا ۱ ،۱ ښار خرابه هوا لري.
په ورته وخت کې ای کیو ایر ادارې څرګنده کړې: غازي اباد، بولاندشهر، جلال پور، بهي وادي، نویډا، ګریټر نویډا، کانپور، لکنو او پلازمینه دهلي په هند او نړۍ کې د ډیرې ککړې هوا درلودونکي ښارونه دي.
بل لور د روغتېا نړیوالې ادارې (WHO) په لویو او ګڼ نفوسو ښارونو کې د هوا چټلتېا خطرناکه بللې.
یادې ادارې ویلي: د هوا ککړتېا وژونکې او ویرونکې ده، که حکومتونه په بیړنۍ توګه د وګړیو روغتېا ته پاملرنه و نه کړي، مونږ به د یو بل بحران شاهدان واوسو.
باید وویل شي چې له مرګونو ناروغیو، کرونا وبا او جګړو وروسته ککړه هوا تر ټولو زیات خلک وژني.
د اسوشیټيډ پرېس اژانس د یو خبر له مخې: یوازې په تېر کال کې ۷ میلیونه خلک چې د نړیوالو مړینو ۸مه برخه ده، د ککړې هوا له امله وژل شوی.
ډاکټران وايي: چټله هوا تنفسي سیستم، سږو او نورو عضلو ته زیان اړوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button