دخـپـلـواکـۍ معنا د یرغمل شویو له نـظــــره:

رحمت الله نړیوال

خپــلواکي معنا د اشغال د یوه پړي نه سر کښل، بل ته سر اچول.

خپــلواکي معنا د یوه انګرېز غلامي پرېښودل،څه د پاسه د څلویښتو هیوادونو چې اکثر کفري دي غلامي منل.

خپــلواکي معنا پرديو ته په هیواد کې هرنګه زمینه برابرول،خپل ژڼي په تورو پنجرو کې ساتل.

خپــلواکي معنا غربیان خوشالول،خپلې کونډې،رنډې،بورې او يتيمان ژړول.

خپــلواکي معنا د وطن ناوې، ودونه،ښځې او ماشومان د زړه له اخلاصه بمبارول.

خپــلواکي معنا د هیواد کانونو او معدنیاتو لپاره، له امریکې نور عسکر غوښتل.

خپــلواکي معنا د هیواد د پتمنو له سره ټکري اوچتول،له فحاشۍ، عریانۍ سره اشنا کول او د روبوټ په پلمه امريکا ته لېږل.

خپــلواکي معنا د شریعت له نامه نه نفرت کول،پر ځای یې ډيموکراسي رائجول،تشهیرول او خلک ور ته تشويقول.

خپــلواکي معنا له سره پټکی او له تنه افغانۍ جامه لیري کول،پتلون اغوستل او نکټایي په غاړه کول.

خپــلواکي معنا د افغانستان څورلس کلن دود تر پښو لاندي کول،ځوانان له غربي کلتور سره بلدول.

خپــلواکي معنا د نیکونو د شهامت او غیرت نه ډک تاریخ شاته غورځول،ځان د بېغرتۍ و بزدلۍ په ځنځیرونو تړل.

دا چې یرغمل شوي خپلواکي او ازادي دا شانتي تعبيروي،چې په حقیقت کې دا غلامي ده،نو ځکه حُر او ازاد کسان داسي خپلواکي نه لمانځو.

موږ به هله خپلواکي لمانځو،چې د ولس غاړه مو د غرب له پړو ووځي.

موږ به هله خپلواکي لمانځو چې له هیواده مو د اشغال ټغر ټول شي.

موږ به هله خپلواکي لمانځو، چې په خپله خاوره کې خپله قضيه په خپل امر و حکم حلوو.

موږ به هله خپلواکي لمانځو چې له دې ظلم و بربريت له تیارو را ووځو.

موږ به هله خپلواکي لمانځو چې د ډيموکراسۍ شیش محل دړې وړې او ځای یې اسلامي نظام ونیسي.

او موږ به هله خپلواکي لمانځو چې ګران افغانستان هماغه زوړ ګران افغانستان شي.

او دا وخت ډېر نږدې دی، څو د شمار ورځو شپو که به یې ووينو. ان شاءالله

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button