څنګه خپل انلاین اکاونټونه خوندي کړﺉ؟

د اطلاعاتو امنیتي کنټرول د اکاونټونو په سم، فني او فزیکي مدیریت پورې تړلی دی.

کلیمې یا پاسورډ د سایبري جرمونو پر وړاندې لومړنۍ دفاعي کرښه ګڼل کیږي.پاسورډ ستاسې د اطلاعاتو د خوندیتوب لومړنۍ لاره ده. څومره، چې پاسورډ د هکرانو پر وړاندې د مقاومت او په ذهن کې د ژر کښیناستو وړ وي، هومره اغیزناک او خوندي دی. که یو څوک ستاسې اطلاعلاتو ته لاره کوي، ستاسې هرڅه ورسره افشا کیږي؛ ستاسې برېښلیکونه لولي، توکي مو کاپي کوي، لاس پکې وهي، جعل کوي او نورو ته برېښلیکونه استوي.

ډېرځله خپله د ګوګل او یاهو امنیتي سیسټم تاسې ته پر وخت اطلاع درکوي، خو که هکران پرې غالب شي، ډېرڅه مو له لاسه وځي.

که تاسې همدا اوس د خپل برېښلیک، لپټاپ، فیسبوک، ټویټر او داسې نورو اکاونټونو لپاره« ۱۲۳۴۵، یا DELL، شریف۱۲۳۴» او داسې نور پاسورډونه غوره کړي وي، ژر یې بدل کړﺉ. دا ډول پاسورډونه خورا ژر موندل کیږي او هکران ستاسې اکاونټ او برېښلیک پتې ته ننوځي.

څو کاله وړاندې زما یاد دي، چې ملګري مې په دفتر کې کمپیوټر ته« Dell » پاسورډ ورکړی و. دا کلیمه پر مانیټور روښانه لیکل شوې او د هرچا ور پام کیږي. وروسته یې «کابل ۱۲۳» پاسورډ ورکړی و، دا مې هم وموند اوبالاخره مجبور شو، چې د کیبورډ له خورا مختلفو تورو او سمبولونو کار واخلي.

ډېرځله موږ اوږده پاسورډونه غوره کوو، خو په حافظه کې مو نه پاتې کیږي. کوښښ وکړﺉ لنډ خو متفاوت پاسورډ غوره کړﺉ. هیڅکله دوه سره ورته پاسورډونه مه غوره کوﺉ، ځکه که ستاسې د برېښلیک او فیسبوک پاسورډونه یو ډول وي، د یوه په هک کېدو سره مو دواړه اکاونټونه هک کیږي او که بانکي حساب مو هم په همدې ډول وي، ستونزې مو لا ډېریږي. کوښښ وکړﺉ ټول پاسورډونه یوتربله متفاوت ولیکﺉ او له ځان سره یې یادښت کړﺉ. یادښت مو په خوندي ځای کې ږدﺉ.

ډېر کسان ددې لپاره، چې پاسورډ یې په ذهن کې پاتې وي، خپل نوم او یو دوه عدده ورسره غوره کوي، لکه خان ۱۲۳، خو دا تر ټولو کمزوري پاسورډونه دي. ښه پاسورډ د بېلابېلو تورو، عددونو او سمبولونو ترکیب دی. که تاسې د فیسبوک لپاره (?Mahm@od&?!) پاسورډ غوره کړﺉ، هکران یې په اسانه نه شي ماتولای.

که یوڅوک غواړي دغه پاسورډ هک کړي، لږ ترلږه پنځه شپږ میاشتې باید کار پرې وکړي. داسې هم نه ده، چې ټول پېچلي پاسورډونه په سختۍ هک کیږي، ځکه XF1&tmb پاسورډ په شپږو دقیقو کې هک کېدای شي، خو The-Shining-sea پاسورډ کولای شي، چې هکر تر ۴۸ کلونو پورې بوخت وساتي.

د پاسورډ لپاره تاسې خپل مغز وکاروﺉ. یوه عاشقانه جمله، یا شعر راواخلﺉ، د هغې لومړني توري سره یوځای کړﺉ او یوه ترکیبي معناداره، یا بې معنا کلیمه ترې جوړه کړﺉ. بیا یې د پاسورډ په توګه انتخاب کړﺉ. ددې ښېګړه داده، چې په ذهن کې مو تر نورو ښه پاتې کیږي.

زه څو داسې اکاونټونه لرم، چې اوس مې یې پاسورډونه له یاده وتي دي. اوس د هر اکاونټ پاسورډ له ځان سره خوندي لیکم، چې د هیریدو په صورت کې ترې ګټه واخلم. په یاد مو وي، چې پاسورډونه مو په کمپیوټر کې مه خوندي کوﺉ، په خپلو یادښتپاڼو کې یې درسره ولیکﺉ او داسې یې خوندي کړﺉ، لکه خپلې پیسې، چې په بکس او صندوق کې خوندي کوﺉ.

په اکاونټ پرانېستلو کې ډېر ښکاره څیزونه مه ورکوﺉ. ټولې امنیتي پوښتنې داسې ځواب کړﺉ، چې نور څوک پرې ونه پوهیږي. که ستاسې یو خوږ ملګری «عارف» نومیږي او تاسې د اکاونټ یوې امنیتي پوښتنې ته په «عارف» ځواب ورکوﺉ، ستاسې ډېر ملګري پر دې ځواب پوهیږي او ممکن ستاسې اکاونټ ته لاره ومومي. لږترلږه په درې یا شپږو میاشتو کې د خپل اکاونټ پاسورډ بدلوﺉ، ځکه په دې سره یې امنیت ښه کیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button