د پلوي وریژو شوقیانو او بزګرانو ته ښه زیری(انځوریز)

 

لدې وروسته به د وطني وریژو پلو خوړل اسانه شي، ځکه د ختیځ ننګرهار ولایت جلال آباد ښار کې د دغسې وریژو تولید او پروسس پیل او ګټې ته سپارل شوی دی.

د افغان وریجو د پروسس (چاڼ، نینې کولو، او تصفیه کولو کارخونه) یا میل په ۱۳۹۰ کال کې د جلال اباد ښار د شیخ مصري صنعتی پارک کې جوړ شوی دی.

دا میل په یونیم جریب(۳۰۰۰ مربع متره) ځمکه ودان شوی او په ۱۳۹۳ کال کې په عصری ماشینووه او وسایلو مجهز شوی دی.اوسمهال، د وریژو دا میل او فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې د ۶۰ ټنو وریژو د پروسس وړتیا لري، چې د هیواد د ننه کرل شوې وریژې به په هغه سویه برابروي کومې چې نورو هیوادونو کې دي.

پخوا د دغسې آسانتیا نه لرلو له کبله دغه خوراکي او اقتصادي توکی په زیاته پیمانه ګاونډیو هیوادونو څخه راوړل کیده.

خو لدې وروسته تمه ده چې د افغانستان وطني وریژو تولیدات لا زیات او د هیواد اړتیا پوره کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button