کندز: حکومتي عملیاتو درانه تلفات واړول

د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ کې د امریکا بي-۵۲ طیارو د درنې بمبارۍ په ملاتړ امریکایي او افغان عسکرو عملیات کړي او دواړو لوریو ته د سر درانه زیانونه اووښتي دي.

څو ورځي وړاندي د یادې ولسوالۍ جوی بیګم، قرغزو او خواوشا سیمو کې د حکومت لخوا پراخ عملیات په لار واچول شول، چې د طالبانو متقابلو بریدونو سره مخ شول.

د جنګ دواړو لوریو سپکو او درنو وسلو څخه کار اخیستی او لا هم درنې جګړې رواني دي.

د ترلاسه شویو معلوماتوله مخي د سختو نښتو لړ کې تراوسه د ګډو ځواکونو ۱ ټانګ په بشپړه توګه ویجاړ شو.

د طالبانو بریدونو عملیاتي قوې ته د سر دروند زیان اړولی دی، پدې منځ کې د جنګ مهم قومندان (بشیر اندرابی) په ګډون ۱۰ تنه کمانډو عسکر تلف شوي او د ۴ تنه امریکایي عسکرو په ګډون ۲۱ تنه نور ټپيان شول.

مقابل کې د طالبانو تلفات ۳ تنه شمیرل شوي دي او جګړه لاهم روانه ده.

د جګړو لړ کې ګډو ځواکونو د سختو متقابلو بریدونو له کبله کوم پرمختګ نه دی کړی، خو د امریکا هوایي بمبارونو او کورنیو ځواکونو د درنو وسلو بریدونو ولسي خلکو ته ګڼ ځاني اومالي زیانونه اړولي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button