بدخشان: طالبانو د نظامي ټولي له نیولو سره سم ۳۷ عسکر برمته کړي

 

عزم(سه شنبه، ۲۵چنګاښ،۱۳۹۸)

د بدخشان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې طالبانو د دغه ولایت په کران او منجان ولسوالۍ کې مهم پرمختګ کړی او ګڼ شمیر امنیتي سرتیري یې ژوندي نیولي دي.
د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري رسنیو ته ویلي، طالبانو په دغه ولسوالۍ له ۱۵ تر ۲۰ تنو افغان سرتیري برمته کړي او په سیمه کې یې د لاجوردو د مهم کان ولکه په لاس کې اخیستې ده.
د لاجوردو دغه کان چې له تیرو شاوخوا ۷۰ کلونو یې
د استخراج چارې روانې دي، له پنجشیر ولایت سره پر پوله پروت دی چې د ځایي خلکو په وینا، دولت پلوه ځواکونو د خپلسرو ټوپکمارو په توسط په ناقانونه توګه کیندنې په کې کولې او قیمتي توکي یې ګاونډي هیواد پاکستان ته انتقالول.

طالبانو د پیښې مسؤلیت منلی او په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي، د دې عملیاتو په لړ کې یې د قطعې د معاون په ګډون ۳۷ تنه عسکر ژوندي نیولي، ترڅنګ یې د نیول شویو کسانو ټوله سپکه او درنه وسله، ګڼ شمیر نظامي عراده جات اومهمات هم په لاس ورغلي دي.

طالبانو دغه راز ادعا کړې چې د یاد ولایت په خاش ولسوالۍ کې یې هم دوه پوستې تر خپل کنترول لاندې راوستلې او یو شمیر عسکرو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو سربیره ګڼ شمیر وسلې او مهمات لاس ته ورغلي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button