د غني تازه اعلان(طنز)

غني اعلان کړی چې د هیواد ټولي کړنچاري به د اسلام او قرآن د اصولو مطابق جوړوم، په پارلمان کې به د ټرمپ د قانون پر ځای د اسلام قانون وي. شپنۍ چاپې او وحشتونو ته به د پای ټکی ږدم او نور نه غواړم چې د افغانانو په وینو کې لامبو ووهم.

غني دا هم زیاته کړې چې سود او رشوت به په مکمله توګه بند وي او د کومو حکومتي چارواکو خیټي چې رشوت او حرامو پړسولي دي، په سزا ورکولو به یې پاړسوب کاږم. د جنسې تیری او د مېرمنو زورولو چې زما د واک په دوره کې یې خورا بوږ نیولی دی، باید بیخي نوم هم وانه ورم او کومي پیغلي نجوني چې به زما سره شاوخوا په کابینه کې لیدل کېدلې ټولي له ځانه لري کوم، ځکه رولاګۍ مي شته.

په پوستو کې د قومندانانو له لوري د هلکانو تر جنسي برید لاندې نیول او په محفلونو کې رقصول خو په کلکه بند دي، که له چا خبر شوم نو خپله پسي ورځم او سزا به ورکوم. او دوستم ته هم په ډاګه وایم چې نور دي له زور زیاتي لاس واخلي ځکه چې زه هم سپین ږیری یم، کنه سمدستي به یې ترکیې ته فرار کړم.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button