ننګرهار لوبډلې د سید جمال الدین افغان د ايليټ کپ اتلولي خپله کړه

عزم(شنبه، ۱۹زمری، ۱۳۹۸ل):  نجيب تره کي او شوکت زمان د ننګرهار لوبډلې ته د سید جمال الدین افغان په لومړۍ درجه يا ګرېډ ون سياليو کې اتلولي ور په برخه کړه چې په دې سره د ننګرهار لوبډلې په پايلوبه کې له کابل لوبډلې د ۶ ويکټو په توپیر بریا خپله کړه.

د سيد جمال الدین افغان ايليټ کپ لومړۍ درجه (ګرېډ ون) يو ورځنيو ولايتي سياليو پایلوبه پرون د کابل او ننګرهار لوبډلو ترمنځ د کابل په لوبغالي کې پیل شوه.

د لوبې په پيل کې پچه د ننګرهار لوبډلې وګټله او د کابل لوبډلې ته يې لومړی د توپوهنې بلنه ورکړه.

د کابل لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۳ منډې وکړې، چې له ډلې يې ضیا الحق د ۲ شپږيزو او ۶ څلوريزو پر مټ ۸۴، امان الله رفيقي د ۲ شپږيزو او ۵ څلوريزو پر مټ ۵۲، عمران جنت او وسيم ځاځي هر یوه ۳۴ منډې وکړې.

د ننګرهار له لوري زبېد اکبري ۳، فرهاد مومند او ولي اغا ۲-۲ او نجيب تره کي بیا ۱ ويکټه ترلاسه کړه.

د ۲۷۴ منډو هدف د ننګرهار لوبډلې په ۴۷.۴ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو پوره او په ګرېډ ون يا لومړۍ درجه سياليو کې يې په شپږو ویکټو اتلولي خپله کړه.

د دوی له ډلې د پيل توپوهونکي نجيب تره کي د ۹ شپږيزو او ۹ څلوريزو په مټ ۱۲۱ منډې وکړې، شوکت زمان د ۹ څلوريزو پر مټ ۸۱ ناسوځېدلې، پښتون سرفراز ۲۴ ناسوځېدلې او وحید الله شفق ۱۸ منډې وکړې.

د کابل لوبډلې له لوري محمد اقبال او نويد احمد هر يوه ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه نجيب تره کي ته ورکړل شوه.

همدا راز د ايليټ کپ د ټورنمنټ غوره لوبغاړی هم د ننګرهار لوبډلې زبېد اکبري غوره شو، نجات مسعود د سياليو غوره توپ اچوونکی او منير احمد کاکړ د سياليو غوره توپوهونکی وټاکل شو او همدارنګه وحيد الله شفق بيا د يادو سياليو د ایمرجنګ یا ځوان لوبغاړي په توګه غوره شو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button