د ابو بکر بغدادي مرګ او د افغانستان داعشیان

ابراهیم میر

د تیرې یکشنبې په لومړیو ساعتونو کې د داعش ډلې مشر، ابو بکر البغدادي، د سوریې د ادلب په باریشا کلي کې د امریکايي ځواکونو د چاپې پر مهال ووژل شو. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي بغدادي د چاودېدونکو توکو واسکټ ته چاودنه ورکړه او د خپلو درو ماشومانو ترڅنګ یې ځان هم وواژه.

ابو بکر بغدادي تر ۲۰۱۴ز کال پورې یوه پټه او غیرمشهوره څېره وه. نوموي لومړی په عراق کې د القاعده جهادي غورځنګ تر لاس لاندې فعالیت کاوه. خو کله چې د القاعده د عراق څانګې خپل دوه مشران وبایلل، بغدادي یې مشر شو.

ابو بکر بغدادي هماغه مهال هم د القاعده له پالیسۍ سرغړونه کوله، چې وروسته یې خپله بېله ډله جوړه کړه. په ۲۰۱۴ز کال کې یې لومړی د عراق او بیا د سوریې پراخې سیمې ونیولې او خپل خلافت یې اعلان کړ. د نوموړي لښکرو داسې نادودې وکړې چې د مسلمانانو او جهادي غورځنګونو حیثیت ته یې زیات زیان واړاوه.

د بغدادي لښکر له هر لحاظه د خپل اعلان په لومړیو وختونو کې تر نورو ټولو جهادي غورځنګونو وړاندې و. خو نوموړي د تشدد او بېحده افراطیت لار ونیوله او له خپلو پلویانو پرته یې ټول مسلمانان – او جهادي غورځنګونه – د مرتدینو، منافقینو، طواغیتو، صحواتو او په نورو نومونو بلل. د نوموړي او پلویانو دې افراطي فکر یې ګڼ هیله من مسلمانان ناهیلي کړل.

د وخت په تېرېدو سره یې ډله د نورو جهادي غورځنګونو لپاره سرخوږی شوه. د سوریې د وسله وال مقاومت پر بېلابېلو غورځنګونو باندې یې عملیات وکړل، چې له امله یې دا مقاومت کمزوری شو او د بشار الاسد د رژیم پر وړاندې یې پښې وښویېدلي.

 دا رنګه یې په افغانستان کې هم د بهرنیو ځواکونو پر ضد روان مقاومت وګواښه او پر هغوی یې د جګړې اعلان وکړ. په افغانستان کې د تور بیرغ تر پورته کېدو وروسته هغه مهال د طالبانو مشر، ملا اختر محمد منصور، بغدادي ته په یوه لیک کې له نوموړي وغوښتل چې د جلا ډلې په اعلان سره دې د افغانستان د مقاومت یووالي ته ګواښ نه جوړوي. خو د بغدادي ویاند دا لیک په ډېرو ستغو سپورو ځواب کړ او له طالبانو یې د تسلیمېدو غوښتنه وکړه.

طالبانو په هلمند او زابل کې د تورو بیرغونو د پورته کوونکو کسانو مقاومت ډېر ژر خاموش کړ. په ۲۰۱۸ز کال کې یې په جوزجان کې هم د داعش څانګه تارومار کړه. ننګرهار او کونړ یوازیني هغه ځایونه وو چې داعش پښې پکې ټينګې کړې خو اوس یې دا دوه ځایونه هم له لاسه په وتلو دي.

د ابو بکر بغدادي د مرګ اعلان داسې مهال کیږي چې په عراق او سوریه کې یې د واک لمن یوازې څو کلیو او صحراوو ته، او په افغانستان کې څو غرونو ته ورټوله شوې ده. (په افریقا، لیبیا، یمن کې اوس هم د داعش جنګیالي فعالیت لري.) د نوموړي د مرګ اعلان کېدای شي داعش ته عموما او د افغانستان څانګې ته خصوصا زیات ټکان ورکړي. د داعش د افغانستان څانګې پښې له لویه سره ښویېدلې؛ دمګړی یې زیاتره جنګیالي یا له منځه ځي او یا هم وسلې پر ځمکه کېږدي. د خپل مشر د مرګ اعلان یې کېدای شي نور هم لړازنده کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button