اماراتو له یمن څخه د ټولو ځواکونو ایستل اعلان کړل

عزم(دوشنبه، ۲۱ سلواغه ۱۳۹۸):د سعودي ایتلاف تر مشرۍ لاندې د یمن په بیلابیلو سیمو کې د “پریکنده توپان” په نامه د متحده عرب اماراتو عملیات له پنځو کلونو دوام وروسته پای ته ورسیدل او دغه هیواد اعلان وکړ چې خپل ټول سرتیري خپل هیواد ته ستنوي.
د متحده عرب اماراتو د ګډو قواو قوماندان “عیسی المزروعي”د دوبۍ د “وام” خبري شبکې ته ویلي، یمن کې یې شاوخوا ۱۵ زرو تنو پوځیانو دنده ترسره کړې، ۱۰۸ تنه یې وژل شوي او په ټوله کې یې د دغه هیواد ۲۰۰ زره پوځیان روزلي دي.

نوموړي زیاته کړه، تیر پنځه کلن ماموریت کې یې الوتکو د یمن پر فضاء ۱۳۰ زره جګړییز پروازونه کړي، چې ټولټال ۵۰۰۰ ساعته وخت یې نیولی او د پوځي ماموریت په پایله کې یې د دغه هیواد ۸۵ سلنه خاوره د یاغیانو له حضوره پاکه کړې ده.

د متحده عرب اماراتو پوځیانو که څه هم د سعودي ایتلاف تر چتر لاندې یمني جګړه مخته وړله، خو له دغه هیواد سره یې په ستراتیژیو کې څرګند ټکر درلوده او د یمن د جنوبي انتقالي شورا ملاتړ یې کاوو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button