ننګرهار کې قتل عام: هوایي برید کې تر لسو زیات ملکیان وژل شوي

عزم(جمعه، ۲۵سلواغه ۱۳۹۸): راپورونه وایي چې نن مازدیګر مهال شاوخوا۴ بجې د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالی اړوند “ککړک” په سیمه کې د ملکي وګړو پر موټرو هوایي برید شوی دی.

سرچینې وایي، دغه کسان چې په یوه سراچه او یوه ډاټسن موټر کې سپاره وه، د “کږې” په نامه سیمې ته میلې ته تللي وه، چې د بیا راګرځیدو پرمهال د هوایي برید ښکار شول.

لومړني مالومات ښیي چې دغه برید کې ۱۲ تنه ملکي وګړي چې زیاتره یې ماشومان دي،  شهیدان شوي او دواړه موټر هم په بشپړ ډول له منځه تللي دي.

دا پیښه داسې مهال رامنځته کیږي چې په همهاله توګه قطر کې امریکایي لوری له طالبانو د تاوتریخوالي د کموالي غوښتنه کوي او ټینګار کوي تر هغو چې طالبانو جګړې کمې کړې نه وي، دوی به د سولې تړون ورسره لاسلیک نه کړي.
شنونکي وایي، د ننګرهار برید څرګندوي چې امریکایان لا هم د سولې په خبرو کې ریښتیني نه دي او غواړي پر طالبانو د فشار راوستلو په موخه پر عامو ولسونو خپلو وحشتونو ته زور ورکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button