عجيبه زمانه شوه: دينپلوري دينپالو ته دين ورښيي!!

عبدالرقيب رقيب

د وحشت له غېږې (امريکا) څخه يو دينپلوري او هيوادپلوري (اربکي) موږ ته د دين را زده کولو هڅه کړې ده، هغه وايې چې د شريعت د نفاذ لپاره جهاد جواز نه لري او د شريعت د نفاذ لپاره خلک وژل د خوارجو خاصيت دی.!!!

لومړی بايد د مومنانو د پوهاوي لپاره څه وضاحت وکړو:
د شريعت په احکامو عمل نه کول, د شريعت د نفاذ مخه ډب کول, د شريعت حکمونه ناحق ګڼل; دا درې واړه چارې په شريعت کې مختلف حکمونه لري
څوک چې د شريعت احکام حق ګڼي او خلک ورنه نه منع کوي خو خپله يې نه ترسره کوي دغسي خلک بايد د امام له خوا دعوت شي، کنه تعزير شي څو چې عمل پيل کوي.
او څوک چې د شرعي احکامو په منع متفق شي خو ناحق يې نه ګڼي نو دغسي خلک بايد تاديب شي که سم نه شول نو بايد جګړه ورسره وشي او ووژل شي.
او څوک چې د شريعت احکام ناحق ګڼي دغسي خلک مرتدين دي او بايد د کافرانو په شکل مردار شي.
دا فتواګاني زموږ او د خوارجو نه دي، بلکي مشهور امام عبد الله بن مبارک (118 _ 181) – رحمه الله – فرمايې: که د کوم ښار خلک د مسواک له سنتيت نه انکار وکړي نو داسي جګړه به ورسره وکړم لکه له مرتدينو سره چې يې کوو.
امام محمد – رضي الله عنه – د هغو کلیوالو سره جګړه اعلانوي چې د اذان په پريښوولو راټول شوي وي.
ټول علماء په دې خبره متفق دي چې څوک شرعي حکمونه -اګر که سنت اعمال وي- ناسم وګڼي هغوی مرتدين دي او د حربي کافرانو په څېر بايد ووژل شي.
لاندينۍ حوالې د نمونې په توګه درته ذکر کوو…

ﻓﻲ اﻟﻤﺤﻴﻂ ﻭﻓﻲ اﻟﻈﻬﻴﺮﻳﺔ ﻭاﻟﻮﻟﻮاﻟﺠﻴﺔ ﻭاﻟﺘﺠﻨﻴﺲ ﻭﻏﻴﺮﻫﻤﺎ ﺃﻫﻞ ﻗﺮﻳﺔ اﺟﺘﻤﻌﻮا ﻋﻠﻰ ﺗﺮﻙ اﻟﻮﺗﺮ ﺃﺩﺑﻬﻢ اﻹﻣﺎﻡ ﻭﺣﺒﺴﻬﻢ ﻓﺈﻥ ﻟﻢ ﻳﻤﺘﻨﻌﻮا ﻗﺎﺗﻠﻬﻢ ﻭﺇﻥ اﻣﺘﻨﻌﻮا ﻋﻦ ﺃﺩاء اﻟﺴﻨﻦ ﻓﺠﻮاﺏ ﺃﺋﻤﺔ ﺑﺨﺎﺭﻯ ﺑﺄﻥ اﻹﻣﺎﻡ ﻳﻘﺎﺗﻠﻬﻢ ﻛﻤﺎ ﻳﻘﺎﺗﻠﻬﻢ ﻋﻠﻰ ﺗﺮﻙ اﻟﻔﺮاﺋﺾ ﻟﻤﺎ ﺭﻭﻱ ﻋﻦ ﻋﺒﺪ اﻟﻠﻪ ﺑﻦ اﻟﻤﺒﺎﺭﻙ ﺃﻧﻪ ﻗﺎﻝ ﻟﻮ ﺃﻥ ﺃﻫﻞ ﺑﻠﺪﺓ ﺃﻧﻜﺮﻭا ﺳﻨﺔ اﻟﺴﻮاﻙ ﻟﻘﺎﺗﻠﺘﻬﻢ ﻛﻤﺎ ﻧﻘﺎﺗﻞ اﻟﻤﺮﺗﺪﻳﻦ اﻩـ.
ﻭﻓﻲ اﻟﻌﻤﺪﺓ اﺟﺘﻤﻊ ﻗﻮﻡ ﻋﻠﻰ ﺗﺮﻙ اﻷﺫاﻥ ﻳﺆﺩﺑﻬﻢ اﻹﻣﺎﻡ ﻭﻋﻠﻰ ﺗﺮﻙ اﻟﺴﻨﻦ ﻳﻘﺎﺗﻠﻬﻢ ﺯاﺩ ﻓﻲ اﻟﺨﻼﺻﺔ ﺑﺄﻥ ﻫﺬا ﺇﺫا ﺗﺮﻙﻫﺎ ﺟﻔﺎء ﻟﻜﻦ ﺭﺁﻫﺎ ﺣﻘﺎ ﻓﺈﻥ ﻟﻢ ﻳﺮﻫﺎ ﺣﻘﺎ ﻳﻜﻔﺮ
اﻟﺒﺤﺮ اﻟﺮاﺋﻖ ﺷﺮﺡ ﻛﻨﺰ اﻟﺪﻗﺎﺋﻖ ﻭﻣﻨﺤﺔ اﻟﺨﺎﻟﻖ ﻭﺗﻜﻤﻠﺔ اﻟﻄﻮﺭﻱ-[ﻛﺘﺎﺏ اﻟﺼﻼﺓ]-[ﺑﺎﺏ اﻟﻮﺗﺮ ﻭاﻟﻨﻮاﻓﻞ]-جلد 2 ﺻﻔﺤﺔ -41

راځئ په خپل ماحول کې فکر وکړو چې دا خلک د شريعت له حکومونو سره څنګه برخورد کوي
په ګرديو مېزنو د دوی پوهان په ډيره سپینسترګۍ نارې وهي چې شريعت اوس د دې قابل نه دی چې خلک ورباندي راټول شي نو بايد بديل يې ولټول شي. چې دا خبري ښکاره د شريعت نه انکار دي او شريعت ناسم کار ګڼل دي, چې مرتکب يې د امت په اجماع سره مرتد دی.
د دوی زرګونه جنګيالي, سياسي کارپوهان او سياسي مشران عملاً د شريعت د نفاذ په مخ کې خنډ دي او نه پريږدي چې بل څوک شريعت عملي کړي; او د مشهورو امامانو په حواله مو فتوا ذکر کړه اګر که د يو واجب عمل مخه ډب کړي بايد جګړه ورسره وشي.
څه وخت مخکي يو طالب چارواکي وويل چې په پوهنتونونو کې بايد ښځې او نران بيل بيل درسونه ولولي. تاسو وليدل چې زرګونه خلکو عکس العمل وښود او دا خبره يې بالکل رد کړله, په عمل کې وينو چې په اختلاط کې څه روان دي.
دلته سود او قمار ته قانوني جواز ورکړل شوی دی.
د امر بالمعروف شعبه قانوني جرم ګڼل کېږي.
داسي سلګونه بېلګې شته چې د امامانو د فتوا په استناد د دوی قتل واجبوي…

د حربيانو حليفانو او د دين دښمنانو ته وايو چې ليږ در کنترول شئ، موږ د حرباينو سره د ښکېلتیا په خاطر چشم پوشي کوو خو تاسو په لوی لاس ځانونه مخي ته را اچوئ، مه مو مجبوروئ، کنه دا مضر مصلحت به شاته وغورځوو او بيابه مو تر هغه وخته ووژنو چې د دين د هيڅ حکم په مخ کې د ډب کيدو جوګه نه شئ.
تاسي چې ځانونه د اسلام په پوښ ننباسئ او له موږ سره د ډيموکراسۍ د پلي کولو لپاره جګړه جائزه ګڼئ نو موږ يې د شريعت د نفاذ لپاره څنګه وجيبه ونه ګڼو!!!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button