ارګ، مُحب او قمرګله یې…!!

لیکنه: موسی فرهاد

په تېرو دوو اونیو کې قریباً د افغانستان په لراو بر کې څو خونړۍ، دردوونکې، جالبي، دروغجني او هیښوونکې پیښې رامنځ ته شوې.

۱ – لومړۍ خونړۍ پیښه د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د مالدارو کلیوالو پر ګنجمیله د اردو لخوا د هاوانونو ویشتل وو، چې له امله یې پراخه ولسي مرګ ژوبله رامنځ ته کړه، نژدې ۵۰ تنه ملکي کسان یې شهیدان او ټپیان کړل. تر هغه وړاندي د جولای پر۱۹مه په بلخ کې د کابل الوتکو پنځه ښځې او ماشومان له ژونده محروم کړل. ورپسي یې په ډنډي غوري کې ۷ تنه د یوه کور غړي د ښځو او ماشومانو په ګډون شهیدان کړل، وړمه ورځ بیا د جولای پر ۲۳مه په هرات کې د دولتي الوتکو د بمبار په نتیجه کې دوې وحشیانه پیښې رامنځ ته شوې، اول په ادرسکن کې له بګرام نه د راخلاص شوي بندي پر استقبال کوونکو کلیوالو او بیا هغه ته څیرمه پر یوه واده بمبار کې څه دپاسه ۸۰ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

۲ – دویمه دردوونکې کیسه دا وه،،، په داسي حال کې چې د کابل ادارې د ملي امنیت د کورني بلیک واټر د قطعاتو له لوري په هیواد کې ځای، ځای بمبارۍ، چاپې او توغندیز عملیات روان وو؛ د هیواد په ختیځ کونړ کې د ګاونډي هیواد پاکستان له لوري پر ولسي خلکو ګڼ شمېر توغندیز بریدونه راپیل وو چې یو شمېر ملکي خلک پکي قرباني شول.

۳ – درېیمه جالبه پیښه، څه موده وړاندي د یو سیاسي رشوتي توافق په نتیجه کې د هیواد ترټولو وتلي جنګي جنایتکار، جنګسالار رشید دوستم ته د ارګ غني لخوا د مارشالۍ مصنوعي رینک ورکول شو، دغه کار په کور دننه، یعني د غني پخپل ټیم کې هم ځیني خلک د هغه پرضد را وپاریدل، د غني د کمپاین ترټولو کلک ملاتړی د بغلان د خلکو استاځی ملک حسن خان احمدزی، د خپلو خلکو د مظلومیت او ظالم ته د مارشالي ورکولو پرضد د یوې غونډې پرمهال د سټیج پرسر خپلي جامې وایستلي، او خپل احتجاج یې د رسنیو په وړاندي ریکارډ کړ.

۴ – څلورمه دروغجنه پیښه، د غور د یوې انجلۍ ډرامه وه چې ارګ میشتې او نور دولتي چارواکو یې په ناخبرۍ کې دروغجن کیوریج ته لاس واچاوه چې ګویا قمرګلي په ټوپک پر طالب مجاهدینو ډزي کړې او دوه تنه یې شهیدان کړي. له همدې امله چارواکو هغه په الوتکو کې اخوا دیخوا وځغلوله او میډیایی ډرامې ته یې وړاندي کړه،. خو څرنګه چې مجاهدینو له وړاندي لا دا آوازه رد کړې وه؛ امریکایی ورځپاڼي یې د حقیقت موندني په خاطر سیمي ته خبریالان ولیږل، هغوی حقیقت رابرسیره کړ، چې د چارواکو خبره یې رډ بډ دروغ ثابته کړه. انجلۍ وویل: هغې خپل میړه او د میړه انډیوال د پخوانۍ کورنۍ شخړې له امله وژلي، مطلب دا چې له طالبانو سره د جګړې او یا د طالبانو د ویشتلو خبره یې مطلق دروغ ثابته شوه .

۵ – پنځمه هیښوونکې پیښه د غني د ملي امنیت د مشاور حمدالله محب، هغه څرګندوني وي، چې ویلي یې: د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو جګړه د بهرنیانو لپاره نه بلکې د دغه هېواد له نوامیسو ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع لپاره کېږي. په داسي حال کې چې د ده خپل مشراشرف غني احمدزي په ځلونو ځلونو ویلي چې ځواکونه یې د واشنګټن او نیویارک د امنیت لپاره جنګیږي، غني خپلو عسکرو ته وایی ستاسو له برکته په واشنګټن او نیویارک کې چاودني نه دي شوې.

محب په ننګرهار کې د یو لوړ پوړي دولتي چارواکي په توګه د افغانستان د علماؤو په نامه غږ وکړ، ویي ویل: علماء که غواړي چې امنیت یې وساتل شي، او له حکومته د ځان ساتني مطالبه کوي، نو د ده په خبره ملایان دې اول د امنیتي او دفاعي ځواکونو مذهبي ملاتړ وکړي، ګویا ملایان دې د کابل ادارې د عسکرو دنده روا او جایزه وګڼي، او ملاتړ دي یې وکړي.

وروسته یې پرخپلو ځواکونو هم غږ وکړ چې په هر ډول چې کېږي د طالبانو په وړاندې خپلې مقابلې ته لا قوت ورکړي. د طالبانو په وړاندي د جګړې د تیزولو غوښتنه یې په داسي مهال وکړه، چې خپله کونړ ته د پاکستان د توغندیزو بریدونو د جواب لپاره تللی. خو د پاکستان په وړاندي یې خوله چوله نکړه، بلکي د طالبانو په مقابل کې یې د جګړې قوي کولو اعلانونه وکړل.

له پورتنیو پنځو واړو پیښو نه څو ټکي را څرګند شول:

• له لومړۍ پیښې نه دا مالومه شوه چې د کابل ادارې له لوري د افغان ولس داسي بي دریغه او په بې پروایی سره بمبارول؛ ثابتوي چې دا رژیم پخپله هم په دې باور دی چې په دې ولس کې ریښه نلري، د پردیو ګوډاګی دی، او په وړاندي یې جهاد تنها د طالب نه، بلکي د ولس سراسري مقاومت بولي. ځکه یې بې توپیره د د دې ولس قتل عام ته ملاتړلې ده. څوک چې ځان د دې ولس واکمن او ولس د ځان رعیت وګڼي؛ هغه هیڅکله داسي برملا دښمنۍ ته لاس نه اچوي.

• له دویمې پیښې نه دا شی ثابت شو چې د کابل ادارې د پاکستان ضد پالیسي خبري هسي یو ډرامه ده، د اغزن تار پرسر ورسره معامله کول، د طورخم دروازه رسماً ورسره پرانیستل، د عامو افغانانو په وړاندي پاکستان ته د تګ راتګ په لاره کې ستونزي قصداً اضافه کول، او بالآخره پر کونړ او ننګرهار د پاکستاني توغندیزو بریدونو ته دا ډول غبرګون ښودل، لکه د کابل د چارواکو خصوصاً کونړ کې د حمدالله محب غبرګون؛ ثابتوي چې د وطن پلورني په لاره کې دا رژیم په هیڅ هم صرفه نه کوي. پاکستان ضد میډیایی خبري یې مطلق دروغ دي.

• له درېیمي پیښې نه دا خبره ثابته شوه چې د ارګ چارواکي له یوې خوا ځان د پښتون ټبر استاځي معرفي کوي، او په همدې خاطر یې په هیواد کې ژبني، قومي او سمتي مسائلو را اوچتولو ته خورا زور ورکړی، د ژبني او قومي تعصب توپیرونه چې د غني په دې څو کلنه دوره کې زیات شوي؛ په بل هیڅ وخت کې یې ساری نشته، خو له دې سره سره یې له عبدالله عبدالله سره د توافق په سلسله کې تراوسه پوري یوازي دوستم ته د مارشالۍ کار ترسره کړ، هغه څه چې ټول افغان ولس، په خاصه توګه پښتانه یې پخپل زړه کې د خنجر وهلو په مانا ګڼي. نو متپکرغني هم ځان د نړیوالو بشري حقوقو مدافع بولي، هم ځان د پښتنو نماینده بولي او له نورو اقوامو سره یې کرکي ته وده ورکوي، خو له بلي خوا د بشریت او پښتنو پرضد هم داسي اقدامات کوي، چې له بشري دعواوو او پښتنو سره هم ښکاره دوښمني ګڼله کیږي. او دا په مجموع کې د افغان ولس ترمنځ د کرکي او نفرتونو زیږولو یوه لویه برنامه ده چې پردي یې د غني او د هغه د ټیم غوندي کرکټرانو په مټ دلته پلي کوی.

• له څلورمي پیښې نه دا ټکی واضح شو چې د کابل اداره څومره د پستۍ او کم ظرفۍ خوا ته روانه ده، له یوې داسي پیښې نه چې یوه انجلۍ خپل میړه او د هغه ملګری، د کورني تاوتریخوالي لامله وژني. او د کابل چارواکي له خوښۍ ورته چکچکي وهي او ګمان کوي چې دغي انجلۍ د کابل ادارې په ننګه له مجاهدینو سره جګړه کړې، او طالبان یې شهیدان کړي، چارواکي ځکه ورته خوښي ښکاروي چې ګوندي د ناټو د شکست خورده پوځ، ځای همدغه قمرګله ورته ونیسي، او د طالب له ګذاره دوی وساتي. نو یو خو د حکومت لپاره په دومره لوړه کچه دومره سپیره دروغ ویل، ډېر د پست فطرته خلکو نښه ده، دویم دا چي له دې نه څرګندیږي چې د کابل اداره اوس د هغه اوبو اخیستي په څیر ده چې ځک ته هم لاس اچوي.

د قمرګلي د کیسې اصل حقیقت داسي دی چې د قمرګلې پلار (شاه ګل رحيمي) خپله لور قمرګله د نعيم په نامه يو کس ته په بدل کې ورکړې، نعیم ده ته خپله خور ورکړې وه. قمرګله د خپل مېړه نعيم په کور کې خوشاله وه؛ خو د نعيم خور له شاه ګل سره نه وه خوشحاله، د پلار (نعیم) په کور کې ناسته وه، نه ورته راتله، یو وخت چې کله قمرګله د پلار (شاه ګل) کور ته راغله؛ پلار يې په کور کښینوله، بېرته یې د خپل مېړه کور ته نه پریښودله، پدې وجه د نعیم او شاه ګل ترمنځ لانجه پیل شوه، خبره جرګې ته ولاړه، جرګې چې کومه فیصله وکړه، نعیم ونه منله، او د خپل خسر (قمرګلې پلار) پر کور یې برید وکړ، د قمرګلې مور او پلار یې ورته ووژل، قمرګلې یې په انتقام کې خپل مېړه نعيم او د هغه ملګری ووژل.

په سبا چې چارواکي خبر شول، دغه کیسه یې په طالبانو پسي وتړله، چې طالبانو پر دولتي ځواکونو برید کړی او قمرګلي طالبان ویشتلي. دا خبره ارګ ، پارلمان او نورو ډيرو چارواکو بدرګه کړه، مګر د نیویارک ټایمز خبریال چې حقیقت را وسپړه؛ د چارواکو خبره رډ بډ دروغ ثابته شوه.

• له پنځمي پیښې (د حمدالله محب) له څرګندونو نه دا خبره څرګنده شوه چې یو خو په هیواد کې د علماء کرامو د ترور لړۍ د حمدالله محب د امنیتي ادارو کمال دی، ځکه چې ورته وایی که علماء غواړي چې امنیت یې وساتل شي، د امنيتي ځواکونو مذهبي ملاتړ دي وکړي. دویم دا چې د حمدالله محب د دې غوښتني مطلب دا شو چي دوی په دي یقین دی چې نظام یې له معنوي او مذهبي اړخه عاري دی. څنګه چې یې ولس د کفارو لاسپوڅی رژیم بولي؛ داسي دوی هم پر دې ټکي باوري دي. له همدې ځایه ده چې پس له شلو کالو بیا هم له علماء کرامو د امنیت ساتلو په بدل کې له هغوی نه د مذهبي ملاتړغوښتني کوي.

پای ………..!
۲۰۲۰ / ۷ /۲۶

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button